نېکزاد:
امريکه د نړيوال امنيت ترټولو لوے مشکل دے
د ايران د اسلامي شورا د جرګې نائب مشر د پاکستان د قامي اسمبلۍ د نائب مشر په کتنه کښې امريکه د نړۍ د امنيت ترټولو لوے مشکل وبلۀ.
د پاکستان د قامي اسمبلۍنائب مشر د خپل ايراني همرتبه په بلنې او د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره د کتنې لپاره پرون تهران ته راغے.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې علي نېکزاد ثمرين پرون په تهران کښې د قاسم خان سوري په کتنه کښې وويل، امريکه د ملګرو ملتو، نړيوالو ادارو، د ژوند له چاپېريال، ډالر او د هر هغه څه د موضوعاتو له لارې چې په دې بهير کښې شتون لري د هېوادونو په استثمارولو بوخته ده.
نېکزاد د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د امريکې بنديزونو ته په اشارې سره وويل: امريکه د خپلو ژمنو په اپوټه له برجام اېټمي موافقې ووتله او د ايران په اسلامي جهموريت يې ناعادلانه بنديزونه ولګول خو مونږ د مشکلاتو باوجود ټينګ اودرېدو او په خپلو ژمنو مو عمل وکړ.
هغه تاکيد وکړ، که دايران او پاکستان په شان دوست او ګاونډي هېوادونه سره لاسونه ورکړي او د اقتصادو او پېسو په برخو کښې له يو بل سره ملګرتيا او تعاون وکړي نو په خپل مېنخ د معاملو سطح به يې وده پېدا کړي او يو لړ ارزښتناکې کاميابۍ به ترلاسه کړي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ نائب مشر قاسم خان سوري هم په دغه کتنه کښې د اسلام آباد لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو د ودې اهميت ته په اشارې سره وويل، د ايران او پاکستان تاريخي، کلتوري، ثقافتي، اجتماعي او ديني اشتراکات د خپل مېنځ تعلقاتو د پراختيا لپاره يوه مناسبه زمينه رامنځته کړې ده.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ نائب مشر د دې په بيانولو سره چې پاکستان او ايران تل په سختو ورځو کښې له يو بل سره مرستې کړې دي، تاکيد وکړ د ايران په خلاف د امريکې د بنديزونو د لګولو له وخت نه په خاصه توګه د کورونا د خپرېدو په وخت کښې پاکستان د بنديزونو له ختمولو ملاتړ کړے دے.