په ميونېخ کښې له امير عبداللهيان سره د جوزف بورل صلاح مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112466-په_ميونېخ_کښې_له_امير_عبداللهيان_سره_د_جوزف_بورل_صلاح_مشورې
د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل بېګا د ميونېخ د امنيتي کانفرنس په اته پنځوسمې ناستې ترڅنګه د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2022 02:40 Asia/Kabul
  • په ميونېخ کښې له امير عبداللهيان سره د جوزف بورل صلاح مشورې

د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشر جوزف بورل بېګا د ميونېخ د امنيتي کانفرنس په اته پنځوسمې ناستې ترڅنګه د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

جوزف بورل او حسېن امير عبداللهيان څو ورځې مخکې د ويانا د خبرو اترو په اړه ټيلفوني خبرې اترې هم کړې وې.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير په ميونېخ کښې د خپل شتون په دوران کښې تر اوسه د سلووېنيا ولسمشر، د ملګرو ملتو د مشر، د قطر، هالېنډ، بلجيم، هند، سوئيډن، اېټاليا، جرمني، آرمېنيا، بوسنيا او هرزګوينا او عراق د خارجه وزيرانو په شمول د يو شمېر هېوادونو او ادارو له چارواکو سره ليدنې کتنې او خبرې اترې کړې دي.

حسېن امير عبداللهيان پرون د ميونېخ په دغه غونډه کښې وېنا هم وکړه.

هغه وويل، ايران په ډېر لنډ وخت کښې يوې ښې موافقې ته رسېدو لپاره چمتووالے لري په دې شرط چې بل لورے د ضرورت وړ سياسي  فېصلو غوره کولو ته چمتو وي.