د ایران او پاکستان ګډې پولې د سولې او دوستۍ پولې دي
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز همداراز ووئيل ، د ایران او پاکستان ګډې پولې د سولې او دوستۍ پولې دي ، او په دغه ډګر کې تګ راتګ او تجارت په کرارډول روان دی .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز سردار جنرال محمد باقري نن ایران د سیستان او بلوچستان ولایت ته په تلو سره ووئيل ، دایران ختیځي پولې له خوښ امنیته برخمنې دي او د امنیت د سوئې له پلوه ورځ تر بلې لا په ښه کیدا دي او په دې اړه کوم اساسي مشکل نشته .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز همداراز ووئيل ، د ایران او پاکستان ګډې پولې د سولې او دوستۍ پولې دي ، او په دغه ډګر کې تګ راتګ او تجارت په کرارډول روان دی .
سردار باقري همداراز د ایران او افغانستان دپولو په باب هم له هغو مشکلاتو سره سره چ ې په دغه هیواد کې شته دي ، ووئيل ، له افغانستان سره ګډې پولې هم تر ډیره حده په امنیت کې دي او که کوم جزئي مسئلې هم وي ، نو د دواړو هیوادونو پوله ساتونکي ئې په خپلو کې سره حل کوي .