اروپا دې دافغان پناغواړو په ملاتړ کې پخپل مسئولیّت عمل وکړ ي
،له پناه غواړو څخه په ملاتړ کې د اروپا له خوا مسئولیّت منل د ایران دا سلامی جمهوریت د حکومت یوه جدي تمه ده .
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو ښاریزو او مهاجرو د چارو د برخې عمومي مدیر پر اروپائي هیوادونو غږ کړی ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې دې دافغانستانیو پناه غواړو په ملاتړ کې پخپلو نړیوالو مسئولیّتونو عمل وکړي .
ایرناخبري آژانس راپور ورکړ، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو اوښاریزو دچارو عمومی مدیر صادق رضادوست په تهران کې دافغانستان په چارو کې د انګلستان له ځانګړي استازي نیّجل کیسي سره په کتنې کې ووئیل و ا سلامی ایران د پناه غواړو یو اصلی ملاتړی دی او د ظالمانه اویو اړخیزو بندیزونو او ډیرو مشکلاتو سره سره ، ئې بهرنیو مهاجرو او ښاریزو ته ارزښتمند خدمات وړاندې کړي دي .
رضاد وست دلګښتونو په تیره بیا په کرونائي بحران کې د لګښتونو زیاتیدا ته په شاراې سره ووئیل ، د پناه غواړو لپاره له نړیوالو مرستو سره داسلامی ایران مستقیم او غیر مستقیم لګښتونو ترمینځ هیڅ منطقي اومعقول سمون نشته او تر دې دمه پناه غواړو ته په خدمت رسونې کې د اسلامی ایران دپروګرامونو داجرا لپاره د اروپائی اتحادئې له خوا د پام وړ او جدي ملاتړ نه دی لیدل شوی .
هغه د پناه غواړو او کډوالو په مشکلاتو ارزونې، نړیوال مسئولیّت وبلۀ و زیاته ئې کړه ،له پناه غواړو څخه په ملاتړ کې د اروپا له خوا مسئولیّت منل د ایران دا سلامی جمهوریت د حکومت یوه جدي تمه ده .
د افغانستان په چارو کې دانګلستان ځانګړي استازي هم پناه غواړو ته د اسلامی ایران د خدمتونو اومرستو په قدرونې سره ووئیل ، اروپا په اسلامی ایران کې د پناه غواړو ته د خدمتونو دوړاندې کولو په بهیر خبره ده او دپناه غواړو ددرستو مشکلاتو دحل او همداراز ددودي لپاره د لازمو کریډیټونو دتامینولو لپآره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي .