د اوکراین کړکیچ یوازې په خبرو اترو سره حل کیدلای شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین بدلونونو ته په غبرګون کښې دواړه لوري له هر هغه اقدام څخه چې په اوکراین کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي ډډه کولو ته وروبللې .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په اوکراین کښې د وروستیو بدلونونو په هکله وویل مونږ په حساسیت سره د اوکراین په ارتباط موضوعګانې تعقیبوو .
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت ټول لوري زغم ته وربولي او باوري دی باید له هر هغه اقدام څخه چې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي ډډه وکړي .
خطیب زاده ټول لوري په سوله ییز چوکاټ او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل کولو لپاره هڅې ته وروبلل او زیاته یې کړه له بده مرغه د امریکا په چورلیزتوب سره د ناټو لسمونکو اقداماتو او لاسوهنو په دغه سیمه کښې شرایط لا پسې پیچلي کړي دي .
د تیرو څو اونیو بدلونونو او د اوکراین په ختیځ کښې چې د دونباس په نوم سره پیژندل کیږي د تاوتریخوالو د جنګونو زیاتیدا د دغه سیمې په باره کښې د بنیادي بدلون د رامینځته کیدا احتمال زیات کړی دی .