په ویانا کې د کار د بشپړولولپاره دې لویدیځوال مشخصې فیصلې وکړي
د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا د اتم پړاؤ خبرې اترې د فرورۍ له اتمې نیټې پیل شوي چې اوس یو ځل بیا د سیاسی مشورو لپاره د څو ورځو لپاره ځنډول شوي او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقري هم دمشورو لپاره تهران ته راستون شوی دی
د ایران دایټمي مرکچي ټيم مسئول علی باقري نن له ویانا د تهران په لور له خوځيدا مخکې پخپل ټویټ کې لیکلی دي ، هر څومره چې د خبرواترو نهائي مرحلې ته نزدې کیږو ،الزاما ورڅخه د تیریدا لپاره هیڅ تضمین نشته .
باقری کني زیاته کړې ، دغه کار ، د نهائي ګام د پورته کولو لپاره لازیاتې هوښیارۍ ، پیاوړي او محکمو ګامونو ،لازیات خلاقیّت او انډولیز کړچار ته ضرورت لري .
د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ویانا د اتم پړاؤ خبرې اترې د فرورۍ له اتمې نیټې پیل شوي چې اوس یو ځل بیا د سیاسی مشورو لپاره د څو ورځو لپاره ځنډول شوي او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقري هم دمشورو لپاره تهران ته راستون شوی دی
په ویانا کې خبرواترو ، د ایران دمرکچي ټیم د نوښتونو په دلیل ، پرمختګونه تجروبه کړي دي ، خو د لویدیځوالو له لورې په تیره بیا د امریکا د پخواني کرغیړن حکومت د غیر قانوني اقداماتو او د زیاتره دباؤ د سیاستونو له امله داوښتو تاوانونو د جبرانولو لپآره دجوبایډن د حکومت لټي او ځنډ جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره ددغه هیواد په جدیّت کې دشکونو او د خبرواترو د بهیر د اوږدیدا سبب شوي دي .