لویدیځ هیوادونه باید حقیقت بینانه پریکړه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112952-لویدیځ_هیوادونه_باید_حقیقت_بینانه_پریکړه_وکړي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بایکاټونو د ختمیدا په خبرو کښې موافقې ته رسیدل د لویدیځو هیوادونو حقیقت بینانه او سیاسي فیصلې ته ضرورت لرونکي وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2022 01:40 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه باید حقیقت بینانه پریکړه وکړي

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د بایکاټونو د ختمیدا په خبرو کښې موافقې ته رسیدل د لویدیځو هیوادونو حقیقت بینانه او سیاسي فیصلې ته ضرورت لرونکي وبلل .

هغه پرون د چین له خارجه وزیر وانګ یې سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ویانا په خبرو کښې ترلاسه شویو پرمختګونو ته په اشارې سره  د ځینو پاتې مسائیلو په اهمیت او د اقتصادي زمینې په شمول د ایران دملي  ګټو د ساتلو پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه وویل ایران تراوسه د موضوعګانو د حل لپاره زیات نوښتنه کړي دي او همدا اوس موافقې ته رسیدل د لویدیځو لورو حقیقت بینانه او سیاسي فیصلې ته ضرورت لري .

د چین خارجه وزیر وانګ يي په ویانا خبرو کښې د ایران او د  چین نږدې ارتباط ته اشاره وکړه او ویې ویل چین د ایران منطقي غوښتنې درک کوي او د هغو ملاتړ کوي .