سعودي ولیعهد له ایران سره د مذاکراتو دوام ته هیله مندي وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113008-سعودي_ولیعهد_له_ایران_سره_د_مذاکراتو_دوام_ته_هیله_مندي_وښودله
محمد بن سلمان په یوه وینا کښې څرګنده کړه: ریاض به له ایران سره خپلې خبرې اترې جاري وساتي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 04, 2022 07:55 Asia/Kabul
  • سعودي ولیعهد له ایران سره د مذاکراتو دوام ته هیله مندي وښودله

محمد بن سلمان په یوه وینا کښې څرګنده کړه: ریاض به له ایران سره خپلې خبرې اترې جاري وساتي

سعودي ولیعهد هیله څرګنده کړې چې د ایران او عربستان ترمینځ خبرې اترې یو داسې پړاؤ ته ورسیږي چې د دواړو لورو په ګټه وي او د ایران او عربستان لپاره یو روښانه راتلونکی رامینځته کړي.هغه زیاته کړه چې ایران د عربستان یو ګاونډي هیواد دی او تل به مو ګاونډی پاتې شي نو په دې وجه ښه ده چې مسائلو حل کړو او د ګډ صلحه ایز ژوند لارې چارې وجاجوو.

له دې مخکښې د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان هم ویلي وو چې ریاض له ایران سره د مذاکراتو د پنځم پړاؤ په تمه دی.

ایران هم له عربستان سره د خبرواترو جاري ساتلو ته په کراتو خپل چمتووالی ښودلی دی.