له نړیوالو اورګانونو او څیړنیزو موسیسو سره دملګرتیا هرکلی کوو 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113022-له_نړیوالو_اورګانونو_او_څیړنیزو_موسیسو_سره_دملګرتیا_هرکلی_کوو
د یوې غیر حکومتي او خپلواکه ادارې په توګه د ایران ایټمي ټولنه یوه داسې نمونه ده چې  ثابتوي ، غیر حکومتی سائنسي  ادارې ، په هیواد کې د ساینس اوټيکنالوجۍ  په پراختیا کې مهم رول لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2022 01:12 Asia/Kabul
  • له نړیوالو اورګانونو او څیړنیزو موسیسو سره دملګرتیا هرکلی کوو 

د یوې غیر حکومتي او خپلواکه ادارې په توګه د ایران ایټمي ټولنه یوه داسې نمونه ده چې  ثابتوي ، غیر حکومتی سائنسي  ادارې ، په هیواد کې د ساینس اوټيکنالوجۍ  په پراختیا کې مهم رول لري .

 د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې  مشر محمد سلامي  پرون د ایران ایټمي نړیوال کنفرانس  ته پخپل پیغام کې  ووئيل ،   دایټمي  ټيکنالوجۍ  او علومو د تل پاتې خوندیتوب او امن د لوړتیا لپاره نړیواله ملګرتیا ،  دانساني پراختیا او  د   اقتصادي   او  اجتماعي ډیرو اساسی اړتیاؤ ته د ځواب وئيلو لپاره  مهم رول  لري  او دا ټیکنالوجي  دا وسنیو مشکلاتو په ختمولو  او  د ژواک چاپيریال د ساتنې  او  تل پاتې پراختیا  ته د رسیدا لپاره  د ګډو موخو  په پوراکیدا کې ډیره وړتیا لري .

 د محمد سلامي په پيغام کې راغلی دي ،د نړیوالو پوهنتوني او علمی مرکرکزونو هراړخیزه ملګرتیا او مشارکت ،  به په نړیواله سویه د متقابل درک د زیاتیدا لامل شي .د ایران دایټمی انرژۍ ادارې دغه راز روښانه کړې ده ،  د یوې غیر حکومتي او خپلواکه ادارې په توګه د ایران ایټمي ټولنه یوه داسې نمونه ده چې  ثابتوي ، غیر حکومتی سائنسي  ادارې ، په هیواد کې د ساینس اوټيکنالوجۍ  په پراختیا کې مهم رول لري .