صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ ترټولو لوے دښمن دے
(last modified Sat, 05 Mar 2022 09:24:20 GMT )
Mar 05, 2022 13:54 Asia/Kabul
  • صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ ترټولو لوے دښمن دے

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر له سعودي سره په خبرو اترې کښې د ايران فعال او پروګرام سره مل شتون له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت اصولي پاليسي او صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ ترټولو لوے دښمن وبلۀ.

علي شمخاني نن په خپل يو ټوئيټ کښې د ايران او سعودي خبرواترو ته په اشارې سره له صهيونېسټ رژيم سره د تعلق په باره کښې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په وروستيو څرګندونو په باره کښې وليکل؛ د عراق په کوربه توب له سعودي سره په دوو اړخيزو خبرو اترو کښې د ايران فعال او پروګرام لرونکي شتون د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ګټو د پوره کېدو په بنياد له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې په زمينه کښې د اسلامي جمهوريت له اصولي پالېسۍ څخه الهام اخېستے دے.

تر اوسه د عراق په کوربه توب سره چې د ايران او سعودي ترمېنځ د خبرو اترو څلور پړاونه ترسره شوي دي.

د سعودي وليعهد په دې باندې په اعتراف سره د ګاونډي هېواد په توګه له ايران سره د ګډ ژوندد لارو چارو د موندلو په لټه کښې وويل، اسرائيلو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او کېدې شي په راتلونکو وختونو کښې د سعودي انډيوال هم شي.