ایران د سپوږمکۍ په جوړونکو هیوادونو کښې شامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113206-ایران_د_سپوږمکۍ_په_جوړونکو_هیوادونو_کښې_شامل_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک فضايي قومندان علي جعفر ابادي په دې خبرې سره چې د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ ټیکنالوژۍ سل په سله ایرانۍ ده وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2022 07:39 Asia/Kabul
  • ایران د سپوږمکۍ په جوړونکو هیوادونو کښې شامل دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک فضايي قومندان علي جعفر ابادي په دې خبرې سره چې د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ ټیکنالوژۍ سل په سله ایرانۍ ده وویل

ایران په هغو  معدودو هیوادونو کښې شامل دی چې هم سپوږمکۍ جوړوي او هم یې فضا ته توغوي .

د نور دوه په نوم د ایران دوهمه پوځي سپوږمکۍ پرون د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک  په قاصد سپوږمکۍ لیږدونکي سره فضا ته وتوغول شوه او په بریالیتوب سره د ځمکې د مدار په پینځه سوه کلومیټرۍ کښې ورغله .

دا د ایران دوهمه پوځي سپوږمکۍ ده چې د ځمکې په مدار کښې ورځي .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک فضايي قومندان برید جنرال علي جعفر ابادي په ټیلي ويژني مرکه کښې د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ په بریالي ډول توغول  کیدا ته په اشارې وویل د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ ماموریت هم د نور یو د سپوږمکۍ په شان د پيژندنې او د سنجونې عملیات دي .

هغه د نور دوه په نوم د سپوږمکۍ بیلابیلو  کارندوالیو ته په اشارې سره وویل سپوږمکۍ په طبیعي پیښو ، د سیلابونو د اندازې د معلومولو ، د کرهڼې د محصولاتو د معلومولو ، دفاعي حوزې او د هدفونو او د هوښیارۍ د معلومولو په زمینه کښې مرسته کوي .

جعفر ابادي وویل د سپوږمکۍ هغه توغول چې پرون ترسره شول د دنیا د احترام ، ناانکار او د باور وړ سند دی  چې ښودنه کوي د  ایران  متخصصان او سائینس پوهان په تر ټولو لوړو علمي او ټیکنالوژیک سویو کار کوي .