د علي باقري او انريکه مورا دوه اړخيزه ناسته اوشوه
د ايران د لوړرتبه مذاکره کؤنکي او د ويانا د خبرو اترو د غږملؤنکي دوه اړخيزه ناسته اوشوه.
د اېرنا د رپوټ له مخې علي باقري کني چې پرون وياناته لاړ دے د ويانا د خبرو اترو له غږملؤنکي انريکه مورا سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د ايران د اسلامي جمهوريت د مذاکراتي ټيم مشر علي باقري چې د ايران له چارواکو سره د صلاح مشورو لپاره په يو لنډ سفر کښې تهران ته راستون شوے ؤ، پرون سحر د خبرو اترو د دوام لپاره ويانا ته ستون شو.
د ايران او څلور جمع يو ډلې د چارواکو په وېنا د برجام اېټمي موافقې د راژوندي کولو خبرې اترې وروستۍ مرحلې ته رسېدلې دي او دواړه خواوې پکار دے د باقي پاتې څو موضوع ګانو په بارهکښې سياسي فېصله وکړي.
د ايران او څلور جمع يو ډلې ترمېنځ د ويانا خبرو اترو د اتم پړاو په چوکاټ کښې د ويانا ښار په کوبورګ هوټل کښې صلاح مشورې روانې دي. دغو خبرو اترو د ايران د مذاکراتي ټيم د نوښت په وجه يو لړ پرمختګونه تجربه کړي دي خو د لويديځو لورو په خاصه توګه د امريکې د مخکېني حکومت د غېرقانوني اقداماتو د تلافي کولو لپاره د جوبائيډن د حکومت کوتاهي او له زيات نه زيات دباو دوام برجام اېټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره د دغه هېواد به جديت کښې د يو لړ شکوک او شبهاتو د رامنځته کېدو او خبرو اترو د بهير د اوږدېدو سبب شوے دے.