په قم کښې د عبدالعلي مزاري د شهادت کليزه ونمانځل شوه
د عبدالعلي مزاريد شهادت د اوېشتمې کليزې مراسم د ايران د په قم مقدس ښار کښې د عالمانو، محصلينو، طلباؤ او محققينو په پراخه شتون سره ترسره شول.
د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر عبدالعلي مزاري تقريبا اويشت کاله مخکې د طالب ډلې د غړيو لخوا شهيد کړے شو.
په تېرو کلونو کښې هم د شهيد عبدالعلي مزاري مراسم له نښتو او چاودنو سره مخامخ شوي وو.
هر کال د عبدالعلي مزاري د شهادت د کليزې به مناسبت د هغه د خاطراتو او افکارو يادونه او ستائنه کيږي.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې په دغو مراسمو کښې د شهيد عبدالعلي مزاري يو ملګري، ليکوال او سياسي فعال محمد سرور جوادي د دې په بيانولو سره چې شهيد مزاري يو لړ خصوصيتونه لرل چې د نن او سبا د نسلونو لپاره بېلګه ګرځېدې شي وويل: شهيد مزاري به په هغې صحيح پوهې سره چې يې لرله فېصله کوله او ورباندې به يې پرېکنده او صادقانه عمل کوۀ.
دغه سياسي فعال د مارکسېسټي او اسلام مخالفو تفکراتو په خلاف فکري مبارزه د شهيد مزاري په شمول د ټولو مسلمانو مبارزينو مبارزاتي ترجيح وبلله او وې ويل: هم هغه ډول چې په هغه زمانه کښې مارکسېزم له جغرافيائي پولو نه وراخوا خپور شوے ؤ نو له دغه تفکر سره مبارزهم له جغرافيا وراخوا وه او اوس هم له اسلام مخالفه تفکراتو سره مبارزه پکار دے له جغرافيائي پولو وراخوا وي.