د افغانستان هیډروپولیټیک
د دغه ویشل کیدا په اساس اوبه نړیوالو قوانینو ته له پامه پرته زیاتره د سرحدی سیمو مالکانو ، خانانو او خلکو په لاس کې وه چی همدغه چاره د اختلافاتو او د اوبو د کموالی په وخت کې د تاوتریخوالی سبب کیدله .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیر پروګرام کې مودرسره د ایران او افغانستان سیاسی اوهیډروپولیټیکی اړیکو په اړه خبرې وکړې ، په دغه پروګرام کې په وروستۍ یوه پیړۍ کې د ایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مزاکراتو د مخنیې جاج اخلو .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
په ۱۸۹۶کې د سختو سیلابونو په علت د هیرمند سین له خپلې اصلی لارې چی د دواړو هیوادونو ترمینځ د پولې یوه برخه یې جوتوله ، د لویدیځ په لور انحراف وکړ او د هیرمنداوبو زیاتره برخه له بلې لارې د هیرمند تالاب ته ورداخله شوه چی د اختلافاتو سبب شوه . همداراز د ۱۹۰۲ کال وچکالی او اوبو کمښت د ایران او افغانستان ترمینځ اختلافات زیات کړل او سبب شو چی لوری یوځل بیا خپله موضوع د انګلستان حکومت ته ارجاع کړی . په دغه پړاو کې چی د برتانیه والونظر له افغانستان سره دوستانه وو ، د مک ماهون په سرپرستۍ یو پلاوې سیمې ته ولیږه . هغه په ۱۹۰۳ کال کې په سیستان کې ځای پر ځای شو . د ۱۹۰۵ کال د اپریل په ۱۰ د مک ماهون رایه صادره او پکې یو تړون وشو چی د هیرمند له سین یې د ایران ونډه په دریو کې یوې برخې ته کمه کړه . دا په داسې حال کی وو چی ایران باور درلود د ګلډ سمیت په تړون کې د ایران د اوبو ونډه نیمه ده . د ایران دولت دحقیقت په اپوټه د دغې رای له منلو ډډه وکړه او د رای د نه منلو دلایل یې په کتبی شکل د انګلستان سفارت ته وړاندی کړل . د انګلستان دولت هم د ایران له اعتراض سره سره مسله تعقیب نکړه او موضوع همداسې پاتې شوه .
««««««««««««««««««««««««««
په نتیجه کې د هیرمند سین په اړه د مک ماهون د حکمیت ماته هماغه راز په خپل ځای پاتې شوه . د دغه ویشل کیدا په اساس اوبه نړیوالو قوانینو ته له پامه پرته زیاتره د سرحدی سیمو مالکانو ، خانانو او خلکو په لاس کې وه چی همدغه چاره د اختلافاتو او د اوبو د کموالی په وخت کې د تاوتریخوالی سبب کیدله .
په دغه پړاو کې د هیرمند د اوبو په اړه بحثونه په تقریبا دو پړاونو یعنی له ۱۹۴۵ تر ۱۹۶۰ او له ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۲ ویشلې شو . په لومړی پړاو کې د داړو لورو مزاکراتو بریا له بالمناصفه ویشلو ، د اوبو د جوتې اندازې د سپارلو حل لاره وه . په دوهم پړاو کې ایران د هیرمند اوبو په وړاندې په افغانستان کې د ځای د موندلو په انګیزې جدی غوښتنه وکړه . په دې ډول په دوهم پړاو کې د هیرمند اوبو د ستونزې د معلومیدا په نسبت له افغانستان سره سیمه ایزې اړیکو ډیر اهمیت درلوده .
«««««««««««««««««««««««««««««
د لو مړی نړیوال جنګ په ختمیدااو د سیاسی کړکیچونو په کمیدا سره د لومړی ځل لپاره د ۱۹۲۱ کال په اپریل کې د ایران او افغانستان ترمینځ رسمی سیاسی مزاکرات پیل شول . دغه مزاکرات د ۱۹۲۱ په جون میاشت کې د ایران او افغانستان ترمینځ د مودت لوظ لیک او دواړو هیوادونو ترمینځ د ښو اړیکو تړون سبب شو . د هیرمند سین د مسایلو اود هغه د اوبو د استفادې په اړه د مودت لوظ لیک د یوه ساده تشریفاتی سند په توګه وو چی د دواړو لورو هیڅ یوه مسله یې اواره نکړه . د افغانستان له خپلواکۍ ۶ کاله وروسته په ۱۹۲۷ کال کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د وادادیه او تامینیه لوظ لیک وشو . رضاخان هم چی له خپلو ګاوندیانو سره د سرحدی اختلافاتو په اواری پسې وو ، د هیرمند اوبو د ویشلو د مسلې او ددغه هیواد په ختیځو پولو کې د ایران او افغانستان د اختلافاتو د حل لپاره په فرصت پسې وو . په ۱۹۳۰ کال کی په افغانستان کې د ایران سفیر خلعتبری د افغانستان له خارجه وزیر سره په کابل کې خبرې اترې وکړې او وټاکل شوه چی ګډ کمیشن جوړ او د دواړو لورو استازي په پوله کی خپلې غونډې ترسره کړي تر څو د ځای له لیدلو او د ضروری معلوماتو له ترلاسه کولو روسته قضییه ختمه کړی .
««««««««««««««««««««««««««««
بالاخره د لورو د سیاسی ارادې او د مودت د لوظ لیکونو له امله د هیرمند سین د اوبو د ویشلو پرسر د ایران او افغانستان ترمینځ لومړنۍ نیغ په نیغه خبرې اترې په ۱۹۳۱ کال کی ترسره شوې . د دغو مزاکراتو نتیجه د برابرې ونډې منل وو . په دغه موده او د مزاکراتو له لومړی پړاوه وروسته د افغانستان په وسیله د شاهی کانال او کوهک بند پراختیا د خبرو اترو د ماتې او په ایران کی د اوبو د ټینشن امکان زیات کړ . خو د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوستانه فضا په دلیل دواړو لورو د مزاکراتو د دوام لپاره خپله ګروهنه وښودله . د هیرمند سین د اوبو په کمیدا اود ۱۹۳۶ کال په جون میاشت کې د اوبو کمښت او د نهر مارنګی په خله کې د لخشک بند په زیات مذبوتولود افغانستانی لوری ټینګار ، ایرانی لورې بیا هم د اوبو له کمښت سره مخامخ شو ، په نهایت کې د ۱۹۳۶ کال په اګست کې د دواړو هیوادونو پلاویو له کما ل خان بند تر لخشک بند پورې د هیرمند سین اوبه د یوه کال لپاره نیمه نیمه وویشله او موافقه یې وکړه چی هر یو لورې د دې توان ولری چی د خپلې اوبو ونډه په خپلې خاورې کې هر ځای او هر کله چی اړتیا ولرلې شی ، له سین جلا کړی . په ۱۹۳۷ کې د ایران ،افغانستان ، ترکیې او عراق ترمینځ د سعد اباد تړون په لاسلیکیدا پسې نوموړې تړون تمدید شو .
««««««««««««««««««««««««««««««««
په ۱۹۳۸ کال کې په کابل کې د ایران د هغه وخت سفیر باقر کاظمی په خپلو خاطراتو کې لیکلی دی له افغانستانی چارواکو سره د مزکراتو په ترسره کولو سره د ۱۹۳۸ کال د دسمبر په ۲۹ یو ۱۶ مادیز تړون د افغانستان له خارجه وزیر علی محمد خان سره لاسلیک شو . د تړون په لومړۍ ماده کې دواړو هیوادونو د هغو اوبو اندازه چی د کمال ان بند ته رسیده ، نیم په نیمه ویشله . د تړون په دوهمه ماده کې د افغانستان دولت ژمن شو چی له چهار برجک تر کمال خان بند پورې تازه کانان جوړ نکړی او حتی تعمیر یې هم نکړی . لوری ژمن شول چی د مقابل لوری د ونډې کمونکی اقدامات ودروی . دغه تړون د ۱۹۳۹ کال کی د ایران پارلیمان تصویب کړ خو د افغانستان د پارلیمان لخوا د اعلامیې د نه تصوبیدا په دلیل د تړون د اجرا خنډ شو . په ۱۹۴۱ کال کی د متفقینو په وسیله د ایران نیواک سبب شو افغانستانی لورې د امریکا په ملګرتیا سره انحرافی کانال او مخزنی بند جوړ کړ چی د ۱۹۴۵ کال د وچکالۍ په وخت کې یې اوبه د افغانستان په لور منحرفوله .
«««««««««««««««««««««««««««««
د ۱۹۴۷ کال په وچکالۍ او له کوهک بند د افغانستانی لوری په استفادې سره ایران فیصله وکړه له هیرمند د کتنې لپاره افغانستان ته یو پلاوې ولیږی خو افغانستان ورسره موافقه ونکړه . ایران نیت درلوده مسله امنیت شورا ته وړاندې کړی چی د امریکا په وړاندیز او په ۱۹۵۱ کې د ایران او افغانستان په موافقې سره مقرره شوه امریکا د مسلې د اواری لپتاره میانځګړیتوب وکړی .په دې ډول د هیرمند کمیشن جوړ شو . د هیرمند کمیشن د سیستان لپاره لازمه اوبوه په متوسطه توګه په یوه سیکنډ کې ۲۲ مکعب میټره وټاکله . دغه اندازې د کمو اوبو په کلونو کې نور هم کمیدا او په هیڅ وجه د ایران له سیستان سیمې ابی اړتیاو سره سمون نه خوړه او په بشپړه د ایران په تاوان وو . دا په داسې حال کی وو چی د مک هامون په رایه کی د ایران ونډه د هیرمند د ټولې اوبه په دریو کې یوه برخه چی په یوه سیکنډ کې له ۵۰ مکعب میټرو زیاته کیده . ایران د افغانستان په اپوټه دغه رایه ونه منله خو افغانستان په خپلو پخوانیو دریځونو په ټینګار سره د کجکی او ارغنداب بندونو د جوړولو پایلی نه منلې . په نهایت کې په ۱۹۷۲ کال کې د هیرمند اوبو د ویشلو پر سر د ایران او افغانستان اوږدې خبرې اترې د دغه سین په اړه د وروستی تړون سبب شو چی د کارپیژاندو په اعتراف ایران لوری ډیر بخشش کړې دې . په دغه تړون کې ایران هماغه په سیکنډ کې د ۲۲ مکعب میټرو د اوبو حق ومنل .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
د ۱۹۷۳ کال د هیرمند سین تړون هغه یوازنۍ موافقه ده چی افغانستان له پولې واراخوا اوبو حوزه کې لری . د ۱۹۷۳ کال تړون په سیکنډ مکې د ۲۲ مکعب میټره اوبو په تامینولو ټینګار کړی دې او څلور مکعب میټره یې د روغ نیت او وروګلویزو اړیکو لپاره په نظر کې نیولی دی . دغه تړون چی اته مادې لری ، همداراز د تړون د مادې په اجرا او تعقیبولو لپاره د هیرمند لپاره نوی کمیشن رامینځته کوی . په جوت شوی اندازې سربیره افغانستان باید باکیفیته اوبه تامین کړی چی د اړتیا په بڼه کې د پڼه کولو او کورني استعمال لپاره تصفیه شی . دغې چارې د تصفیې دنده ایران ته متوجه کړی ده . افغانستان د دغه تړون په اساس حق لری له اوبو هغه ډول چی خپله یې انتخابوی استفاده وکړی ، خو ایران په دغه تړون کې له ټاکل شوی مقداره د زیاتې اوبه غوښتنه نشی کولې حتی که د هیرمند په سین کې زیاته اوبه هم موجوده وی .
په حقیقت کې د ایران او افغانستان د اوبو مزاکراتو په وروستۍ یوې پیړۍ کې ټیټې هسکې درلودلی دي خو هغه څه چی مسلم دي دا دي چی تمه کیږی افغانستان د دوه اړخیزه موافقو د اجرا په ترڅ کې د هیرمند د کوز هیواد د اوبو سرچینو او ژواک چاپیریال ته د تاوان نه رسولو په شمول د ژواک چاپیریال د نړیوالو حقوقولازم الاجرا قواعدو او قوانینو ته پام وکړي .