د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113512-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2022 08:04 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ  کیهان ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .

صهیونیسټ رژیم د هغو ګوزارونو په دوام کښې چې له اسمان او ځمکې یې خوري دا ځل د دغه جعلي رژیم د تاریخ له ترټولو سترې اینټرنیټي حملې سره مخامخ شوی  په دې ډول چې ټولو حکومتي اینټرنیټي سایټونو ته لاسرسی غوڅ شوی او اینټرنیټ ګډوډ شوی دی .

 په اسرائیلو کښې د بیړني حالت له اعلانیدا سره په یووخت د دغه رژیم د جنګ وزارت هم دغه کړکیچ ته ورداخل شوی .

په عراق او سوریې کښې د امریکا په پوځيانو باندې د بریدونو په دوام کښې د عراق په جنوب کښې د امریکا د ترهګر پوځ د لاجیسټیکي تجهیزاتو په دوو نورو کاروانونو باندې بمي چاودنه شوي ده .

خبرو سرچینو وویل سعودي عربستان له چین سره په خبرو بوخت دی چې د تیلو تړونونو په  «یوان »کرنسۍ سره  وکړي او ډالر حذف کړي .

څو نړیوالو موسسو په یمن کښې خواړو ته د نه لاسرسي او د لوږې د ډیرې زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کښې اولس میلیونه او  څلور لکه خلک سمدستي مرستو ته اړتیا لري .

صهیونیسټ عسکرو پرون سهار په څاروي ډوله اقدام کښې په نابلس ، قلندیا او د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال په نیواکي ټاټوبي کښې درې نور فلسطینیان په ډزو سره شهیدان کړل .

د اوکراین جنګ په داسې حال کښې یویشتمې ورځې ته ورننوتلی دی چې د یوه اټومي جنګ د رامینځته کیدا د احتمال په هکله خبرداري زیات شوي دي او د ټول بشري تمدن د له مینځه تلو د امکان خبره هم رامینځته شوي ده .

د مسلمانانو د حقوقو په خلاف ورزۍ باندې د اعتراضونو په بهیر کښې د هندوستان سترې محکمې په ښوونځیو کښې په حجاب او ستر باندې د بندیز په هکله د «کارناټاکا» صوبي د حکومت حکم تائید کړ .

په هندوستان کښې کابو دوه سوه مسلمانان شته .

په داسې حال کښې چې د یوبل پرضد د لویدیځو هیوادونو او  د روسیې سخت بایکاټونه دوام لري ماسکو پرون د امریکا په ولسمشر جوبایډن او خارجه وزیر انتوني بلینکن بندیز ولګاوه .

امریکا له دې مخکې د روسیې په ولسمشر ولادیمیر پوتین او لومړي وزیر میدودیف بندیز لګولی و .

د ترکمنستان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون وویل د اوسني ولسمشر زوي «سردار بردي محمداف »د اوه نوي اعشاریه دوه اویا فیصده رایو په ګټلو سره د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي .

جنوبي کوریا وویل د سپوږمکۍ د عکسونو پراساس ظاهرا شمالي کوریا د «پانګي ري »د اټومي ازموینو د وران شوي مرکز د مرمتولو په حال کښې ده .

شمالي کوریا له دوه زره اولسم میلادي کال څخه اټومي ازموینې نه دي کړي خو ویلي يې دي له امریکا او د هغې له متحدانو سره د اټومي بې وسلې کیدا د خبرواترو بندیدا ته په پام سره ممکنه ده چې اټومي ازموینې له سره پیل کړي .

د سوډان په پلازمینې خرطوم او نورو ښارونو کښې مظاهرې بیا پیل شوي او اعتراض کونکي د غیر پوځي حکومت د جوړیدا او د نیول شویو کسانو د  خوشي کیدا غوښتنه کړي ده .

()

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو او مهم سرټکي به یې له تاسو سره شریک کړو .

په عراق کښې د ایران سفیر« ایرج مسجدي» په کربلا معلا کښې په «حسیني خبرو کښې د انسان د کرامت »په نړیوال کانفرنس کښې وویل مونږ د عراق د واکمنۍ احترام کوو او د ایران اسلامي جمهوریت د عراق د واکمنۍ او د دغه هیواد د حکومت احترام او درنښت کوي .

هغه وویل په اربیل باندې وروستۍ توغندوي حمله د عراق د واکمنۍ پرخلاف نه بلکې د عراق په کردستان سیمه کښې د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد اډې او صهیونیسټانو ته غبرګون دی .

ملګروملتونو د سعودي عربستان د ال سعود رژیم لخوا د یواتیا کسانو د اعدام د غندلو په ترڅ کښې هغه د جنګي جنایت په حد کښې یو اقدام وباله .

د سعودي عربستان د قطیف شیعه میشته سیمې په لسګونو زرو خلکو د بې ګناه اعدام شویو خلکو د جنازو په دستورو کښې ګډون وکړ .

د عربي نړۍ مشهور شناندي او د «رای الیوم» ورځپاڼې مسوول چلوونکي عبدالباري عطوان په یوې مقالې کښې ولیکل ایران په سوریې کښې د خپلو دوو ځواکونو په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایت ته په چټک ځواب کښې د جنګ په قواعدو کښې یوه نوي سټراټیژیکه مرحله پیل کړه .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش خبرداری ورکړ چې په اوکراین باندې د ماسکو د حملو په وخت له اټومي وسلو څخه د روسیې د استفادې کولو امکان شته .

د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د سعودي عربستان د یوه لوړرتبه چارواکي په قول ولیکل په مارب ولایت د انصار الله د ځواکونو کنټرول د یمن په جنګ کښې د سعودي په مشرۍ د عربو د ائتلاف د ماتي په معنا دی .

د امریکا د سیاسي علومو استاد ، فیلسوف او لیکوال فرانسیس فوکویاما وویل د روسیې پوځ همدا اوس په اوکراین کښې د بشپړه او د ښکاره ماتي له احتمال سره مخ دی .

د عراق د نجبا اسلامي مقاومت غورځنګ د عراق په اربیل سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې موساد په اډې او مرکز باندې د توغندیو په ویشتلو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران اقدام وستایه او هغه یې د خپل ځان او د مقاومت د نورو ډلو لپاره ستر ویاړ وباله .

()

اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

واشنګټن اګزمېنر مجلې پرون په یوه مطلب کې د طالبانو له‌خوا د کور پر کور تلاشۍ موضوع څېړلې چې د مارچ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې پیل شوه، خو اوس دا لړۍ د افغانستان نورو ولایتونو او ښارونو ته غځېدلې ده.

د لیکوال په خبره، د طالبانو دغو هڅو هغه خلک چې فکر کوي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې یوازې پرېښي، لا ېرولي دي.

د مجلې په لیکنه، د طالبانو له‌خوا د خلکو نیول، د ویزو او د استخدام د مهمو اسنادو له‌منځه وړل ښيي چې طالبان د هغو کسانو په لټه کې دي چې یا یې له مخکېني حکومت یا یې هم له امریکايي او ناټو ځواکونو سره کار کړی دی.

واشنګټن اګزمېنر لیکي، په ځینو مواردو کې ویل کېږي چې دغه تلاشي د بایومټریک او د فلز موندونکو پرمختللو تجهیزاتو په مرسته عملي کېږي.

مجله د هغه چا خبرې رااخیستي چې د فواد په مستعار نوم‌یې خبرې کړي او ویلي یې دي، طالبان حتی زراعتي ځمکې هم تلاشي کوي.

د فواد په خبره، طالبانو د ده هغه مهم اسناد هم سوځولي چې له افغانستانه د وتلو لپاره ورته په کار وو.

د واشنګټن اګزمېنر مجلې لیکوال زیاتوي، په داسې حال کې چې پر خلکو د طالبانو د قدرت کړۍ راتنګېږي، هغه افغانان چې له افغانستانه د وتلو یا تخلیې پر شرایطو برابر نه‌دي او د کوم هېواد د ویزې ترلاسه کولو لپاره کومه وسیله هم نه‌لري، په نهیلۍ د لاسنیوي په تمه دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه تلاشي د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره کېږي چې تر اوسه‌یې په نتیجه کې ګڼې وسلې، چاودېدونکي توکي او مهمات نیول شوي دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

()

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز پرون د عکسونو له یوې ګالرۍ سره یوځای د کابل-کندهار د لویې لارې په باب مقاله خپره کړې چې یو وخت د طالب وسله‌والو له کبله له خونړیو لویو لارو ګڼل کېدله.

د ورځپاڼې خبریالانو پر دغه لار چې څه کم ۴۸۳ کیلومتره ده، سفر کړی چې هر څه په خپلو سترګو وګوري.

د ورځپاڼې خبریالان لیکي، پر دې لویه لار د کلونو لپاره سفر کول خطرناک و، ځکه ډزو، د سړک غاړې بمب چاودنو، جنايي پېښو او اخاذیو خلک په تنګ کړي وو او بې‌شمېره کسان په دې موده کې وژل شوي دي، خو اوس دا لړۍ بنده ښکاري.

د مطلب په دوام لولو، اوس دا سفر له کابله تر وتلو وروسته میدان وردګ ولایت ته تر رسېدو مخکې د طالبانو په یوې تلاشۍ سره پیلېږي، پر هغه پوسته چې د لیکوال په وینا په تېره اګسټ میاشت کې د کابل تر سقوط مخکې طالبانو په یوه وسله‌واله جګړه کې ونیوله.

د نیویارک ټایمز خبریالان زیاتوي، د کابل-کندهار پر لویه لار دا سفر د دې لارې تر جوړېدو وروسته ډېر لنډ و، خو اوس د لارې د خرابوالي له کبله دا سفر ۲۰ ساعتونو ته اوږد شوی دی.

د مطلب په دوام راغلي، که څه هم کندهار ته نږدې د لارې د رغولو لپاره یو شرکت په کار بوخت دی، خو طالبان‌یې کارګرو ته معاش نه‌ورکوي.

()