جنرل موسوي:
اسلامي ايران سولوړے او کلک ولاړ دے
د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ عمومي قوماندان وويل: اسلامي ايران سولوړے او کلک ولاړ دے
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل سيد عبدالرحيم موسوي د فوځ د درجه دارۍ د تربيتي مرکزونو د ګډ فوځي ټولن مننې د اومې دورې په وروستيو مراسمو کښې په دې باندې باندې په تاکيد سره چې اسلامي ايران سولورے او کلک ولاړ دے او هيچا ته به کلنګ ورنه کړي، وويل: اسلامي انقلاب دا وس لري چې د سلطې نظام د اقتدار له تخت لاندې راوغورزوي.
هغه زياته کړه، د متدينو، انقلابي او ولوله ناکو ځوانانو شتون د ايران د اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوريت او د دې ستر ملت د عظمت نښته ده.
جنرل موسوي همدارنګ ووويل، اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوريت
دا وس هم لري چې د يو نوي اسلامي تمدن د بنياد په اېښودو سره د بشريت د هغه يوازيني ژغورونکي حضرت امام مهدي (ع) د ظهور او د عدل او انصاف د ټينګښت زمينه برابره کړي