حسېن امير عبداللهيان:
پائېدارې موافقې ته رسېدل د امريکې حقيقت پسندانه چلند ته ضرورت لري
د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې که زمونږ د ټولو سرو کرښو خيال وساتل شي او وروستۍ موافقې ته چمتو يوو، وويل: هغه څه چې يوې ښې او پائېدارې موافقې رسېدل حتمي کولې شي د امريکې حقيقت پسندانه چلند او د نويو او ناسمو غوښتنو نه وړاندې کول دي.
د اېرنا د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان د برطانيې له خارجه وزيرې مېرمن ليز ټېرېس سره په ټيلفوني تماس کښې د دوواړخيزو تعلقاتو او نړيوالو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
امير عبداللهيان په دغو خبرو اترو کښې د ايران د ستر ملت د حق په توګه په برطانيې له څلوېشتو کلونو د زياتې مودې پور له ستنولو څخه په هرکلي سره هيله څرګنده کړه په اعتماد جوړؤنکو اقداماتو سره به د تعلقاتو د پراختيا زمينه برابره شي.
هغه تاکيد وکړ وروستۍ موافقې ته له بل هر وخت نه زيات نزدې شوي يوو خو هغه څه چې يوې ښې او پائېدارې موافقې رسېدل حتمي کولې شي د امريکې حقيقت پسندانه چلند او د نويو او ناسمو غوښتنو نه وړاندې کول دي.
هغه زياته کړه که زمونږ د ټولو سرو کرښو خيال وساتل شي نو وروستۍ موافقې ته چمتو يوو.