دبشري حقوقوسیاسی کړچار د هغه له لوړتیا سره مرسته نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113594-دبشري_حقوقوسیاسی_کړچار_د_هغه_له_لوړتیا_سره_مرسته_نه_کوي
جاوید رحمان په خپل نوی غرضی راپور کې د ایران پرضد چټي تورونه مطرح کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2022 10:29 Asia/Kabul
  • دبشري حقوقوسیاسی کړچار د هغه له لوړتیا سره مرسته نه کوي

جاوید رحمان په خپل نوی غرضی راپور کې د ایران پرضد چټي تورونه مطرح کړل .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی په ایران کې د بشري حقوقو د وضعیت د ځانګړی راپورورکونکی په غبرګون کې وویل د بشری حقوقو سیاسی او ټاکنیز کړچار د هغه له لوړتیا سره مرسته نه کوی بلکې د بشری حقوقو د تخزیب او کمزورتیا سبب کیږی .

جاوید رحمان په خپل نوی غرضی راپور کې د ایران پرضد چټي تورونه مطرح کړل .

په وروستیو کلونو کې د ایران لپاره ټاکل شوی راپور برابرونکی په هغو غیرحقیقی او غیر مستند راپورونو سره چی زیاتره د ایران مخالفو ډلو یا وګړیو له لارې برابریږی ، په عملی توګه د ایرانی ملت د دښمنانوپه سیاسی اوزار او په دغه هیواد د دباو په اعمالولو بدل شوی دی . دا راپور په داسې شرایطو کې برابریږی چی په سیمه کې د د بشری حقوقو د رعایتولو او د رغنده ملګرتیاو له لارې په نړیوالو ژمنو عمل کولو کې  د ایران لوړ ځای په ټولو ښکاره دې .

خطیب زاده ټینګار وکړ اسلامی ایران په دغه راپور خپل تفصیلی لیدتوګې وړاندې کړی دی چی په رسمی توګه د ملګرو ملتو د بشری حقوقوشورا  لخوا خپرې شوی دي .