رضایی:ایران له ټولو دسیسو سره سره امنه هیواد دې
سردار رضایی زیاته کړه نن په ایران کې درستو اورګانونو ترمینځ وحدت جاری دې او ټول د یوه بل په څنګ کې دغه انقلاب پرمخ بیایی .
د مهر خبري اژانس له راپور سره سم د ایران د پولیسو ځای ناستی قوماندان سردار قاسم رضایی نن د تهران په نوروزی مانورې کې وویل ایران د ولی فقیه د ستر مدیریت په وجه له ټولو دسیسو سره سره امنه هیواددې او فتنې په نطفه کې له مینځه وړل کیږی او په ارامښت کې دې .
سردار رضایی زیاته کړه نن په ایران کې درستو اورګانونو ترمینځ وحدت جاری دې او ټول د یوه بل په څنګ کې دغه انقلاب پرمخ بیایی .
ده همداراز وویل دا انقلاب له پولو وراخوا او د حرم د مدافعانو په چوکاټ کې وینو .
سردار رضایی جوته کړه دښمن ارام ندې او په دایمی توګه په فتنې پسې دې خو په اطلاعاتی اشراف او د خلکو په ملګرتیا سره دغه فتنې په یوې بل پسې شنډیږي .
رضایی زیاته کړه سردار شهید حاج قاسم سلیماتنی نن د نړیوال استکبار په وړاندې د مقاومت سمبول دې .