د اسلامي انقلاب د معظم لارښود پیغام او د نوي کال شعار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113716-د_اسلامي_انقلاب_د_معظم_لارښود_پیغام_او_د_نوي_کال_شعار
دوي د نوي لمریز کال دشعار له ټاکلوهدف د اورګانونو دمسئولانو او دخلکو پرګنو حرکت ته لور ورکول وبلل او زیاته ئې کړه په ځينو کلونو کې له شعار سره سم ډيرې بریاوې ترلاسه شوي دي ،خو په ځينو کلونو کې هم کم کارۍ شته وې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 21, 2022 12:20 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب د معظم لارښود پیغام او د نوي کال شعار

دوي د نوي لمریز کال دشعار له ټاکلوهدف د اورګانونو دمسئولانو او دخلکو پرګنو حرکت ته لور ورکول وبلل او زیاته ئې کړه په ځينو کلونو کې له شعار سره سم ډيرې بریاوې ترلاسه شوي دي ،خو په ځينو کلونو کې هم کم کارۍ شته وې .

 

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت امام خامنه ای د ۱۴۰۱ لمریز کال د پیل په مناسبت په پیغام کې نوې کال د تولید ، پوه بنسټه او دکار رامینځته کولو کال ونوموه .

د رهبرۍ ستر مقام   له کرونائي کړکیچ سره  جدي مقابله  او  د ټولو لپاره  د واکسینو د تامینولو له امله د  مړینو په ترپام وړحده  کمیدا ، د تیرلمریزکال  یوه ستره بریا وبلله او   ددغه کال د یوې بلې پيښې  داوج په بیانولو  سره ئې وفرمايل ، دعلم او ټيکنالوجۍ  په مختلفو ډګرونو کې  له څو ډوله واکسینونو  تولیده رانیولې  د سپوږمکۍ فضا ته تر لیږدولو پورې ډیر ستر کارونه و شول ،

دوي د نوي لمریز کال دشعار له ټاکلوهدف  د اورګانونو  دمسئولانو او دخلکو پرګنو حرکت ته  لور ورکول وبلل او زیاته ئې کړه په ځينو  کلونو کې  له شعار سره  سم ډيرې بریاوې ترلاسه شوي دي ،خو په ځينو کلونو کې هم  کم کارۍ شته وې . البته په تیر لمریز کال کې  چې د تولید ، ملاتړونو  او دخنډونو دلیرې کولو کال نومول شوی ؤ ،  تر یوه حده ښه کارونه ترسره شول چې باید دوام ومومي .

دا سلامی انقلاب معظم لارښود  په وروستیو کلونو کې  د تولید پر موضوع  د تمرکز دعلت په بیانولو سره  وفرمايل  تولید،له اقتصادي  سختیانو څخه د تیریدا اصلي لاره او  د اقتصادي مشکلاتو دحل کِلي ده  ، ددې په ترڅ کې  چې  اقتصادي وده ، دکارکسب زیاتیدا ، دګرانۍکمیدا ، د سړي سر عاید  زیاتیدا ، دعمومي هوساینې ښه کیدا ، او همدارنګه  په ملي عزت او په نفس دباور زیاتیدا ،  دملی تولید په  نامې سره دودیدا  او له رونټيا سره  غوټه خوري  چې په دغو کلونو کې ورباندې تکیه کولو  تر ډيره حده ښې اغیزې درلودلي دي .

  د رهبرۍ ستر مقام وفرمايل ،  سږکال هم  هماغه راز د تولید پر موضوع ټینګار کوم ، البته د تولید پر نوي  انداز او  لایو باندې ، یعني پر  تولید ، پوه بنسټه کارونو او دکارکسب په زیاتیدا ټینګار کوو .  دوي همداراز     دتولید پوه بنسټه او دکارکسب  رامینځةکول  معیار ګرځول ،  په درستو اقتصادي اهدافو کې د محسوسیدونکي او مخ په وړاندې حرکت وباله او زیاته ئې کړه ،  د ۱۴۰۱لمریزکال کل شعار  هم همدغه  تولید ،پوه بنسټه اقدامات او دکارکسب رامینځةکول دي .

د ګرانۍ په شان له اقتصادي مشکلاتو د خلاصیدا د کلی په توګه د ملی تولید په مسلې د اسلامي انقلاب د معظم لارښود ټینګار او د سړی سر عایدو د زیاتیداپه شان مهمو هدفونو ته رسیدا مهمه چاره ده . د ایران اسلامي جمهوریت د تولیدد مختلفو مولفو په زمینه کې لکه د ماهر او متخصص انسانی ځواک ، د تیلو او ګازو په شان د انرژۍ عظیمې سرچینې ، تخصصی او تخنیکی پوهه او له ټولو مهمه په پردیو پورې له تړل کیدا خلاصیدا او ځان بسیا ته د هیواد په رسولو کې د ملی هوډ او روحیې شتون ډیره معنا لری .

ایران د کرهڼې په برخه کې هم د پراخې  او ښیرازه مځکې شتون او هم د اوب و هوا او ډیر انسانۍ ځواک ته په پام سره ډیر پوټینشل موجود دې .

هغه بله مسله چی د رهبرۍ ستر مقام پرې ټینګار وکړ دا دې چی ملی تولید باید په دو چورلیزونو ولاړ وي ، پوه بنسټه او کار رامینځته کونکې  وي . د تولید په ډګر کې بړوه بنسټه والی ته پام په ټولو حوزو کې له کرهڼې نیولی تر صنعت ، انرژۍ او نورو برخو کې په دې معنا دې چی د ټیکنالوجیو له وروستۍ بریاو او پوهې استفاده وشی چی البته ځوانو ایراني ماهراتنو او متخصصانو دغه پوه ترلاسه کړی او د ملی تولید په زمینه کې ترې استفاده کوی .

د دې په ترڅ کې چی د بیکارۍ مسله په  اوږدمهال مسلو کې راځی ، د ایران د حکومت ، نظام او خلکو د سرلوحې په توګه د ملی تولید ګرځیدل په بیلا بیلو برخو کې د روزګار مسلې جرړیز حل پیدا کولې شی چی په دې ډول به د ایراني ځوانانو د واده په شان د نورو اجتماعي مسایلو د حل زمینه هم برابره شي .