د نړیوالې ایټمي موافقې نهائي مرحلې ته نزدې شوي یوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113724-د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_نهائي_مرحلې_ته_نزدې_شوي_یوو
  د ایران خارجه وزیر همدرااز په اسلام اباد کې  داسلامی ملګرتیا موسیسې  دغونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره ، پر هغو موضوعګانو د نوموړي  موسیسې دتمرکز  غوښته وکړه ، چې  د اسلامی امت د یوزړتوب د فضا له پیاوړتیا او پیوستون  سره مرسته کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2022 01:42 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې نهائي مرحلې ته نزدې شوي یوو

  د ایران خارجه وزیر همدرااز په اسلام اباد کې  داسلامی ملګرتیا موسیسې  دغونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره ، پر هغو موضوعګانو د نوموړي  موسیسې دتمرکز  غوښته وکړه ، چې  د اسلامی امت د یوزړتوب د فضا له پیاوړتیا او پیوستون  سره مرسته کوي

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  له خپل عراقي همڅنګ سره په ټيلیفوني تماس کې  ددې خبرې په کولو سره چې  په ویانا د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دنړیوالې  ایټمي موافقې نهائي مرحلې ته  نزدې شوي یوو ، روښانه کړه ،  امریکا باید دخپلې  ادعا په اساس په عمل کې ښه   نیّت وښئ .

په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو  دخبرواترو اتم پړاؤ  چې د فرورۍ له اتمې نیټې پیل شوی  د مارچ په یولسمه نیټه  د څوم ځل لپاره تر څو ورځو پورې ځنډیلی دی .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ،  د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  بیګا د عراق له خارجه وزیر فواد حسین  سره په ټيلیفوني تماس کې  دنوروزو داختر  په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ، د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب بحث او دنظر تبادله وکړه .  امیر عبداللهیان  په دغو خبرو کې د بندیزونو دلغوه کولو لپاره  دویانا دخبرو اترو په باب ټینګار وکړ ،  په پاتې ډيرو  مهمو  او لږو موضوعګانو  کې مو د  اروپائي اتحادئې د غږملونکي  له لارې امریکایانو ته  یو لړ نوښتونه وړاندې کړي دي ،  اوس دا امریکائي لوری دی چې  باید دخپلې ادعا په اساس ښه نیّت په عمل کې وښئ.