په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۵۲کسان قرباني کړل
تر دې دمه په ایران کې درې شپیته میلیون اوه لکه اتیا زره سل کسانو د واکسن لومړنی ډوز ، شپږ پنځوس میلیون شپږلکه اوه زره اته سوه پنځوسو کسانو دوهم ډوز او دغه راز پنځه ویشت میلیون اوه لکه نوي زره شپږسوه اویا کسانو هم دریم ډوز پیچکاري کړی چې په ټول کې په ایران کې یوسل شپږڅلویښت میلیون یولک اته اویا زره پنځه سوه څلویښت ډوزه واکسن پیچکاري شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران د روغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په تیرو شواروز کې په ایران کې د کرونامنحوس ویروس دککړتیا له امله د دوه پنځوس کسانو په مړینې سره تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یولک نهه دیرش زره نهه سوه اولس تنو ته رسیدلی دی .
په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې همداراز د تشخیص د نړیوال معیار په اساس ،په کرونا ویروس نور یو زر پنځه سوه دیرش ککړکسان پيژندل شوي چې له دوي سره په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر اوه میلیون یو لک اوه څلویښت زره څلور سوه کسانو ته ورسید او دغه راز تر دې دمه له دوي په درملنې پسې شپږم میلیون اته لکه شپږ څلویښت زره دوه سوه دیرش کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، په تیرشوارزو کې په هیواد کې دکرونا ضد نولس زره څلور سوه یو اویا ډوزه هم پیچکاري شوي دي .
دغه راز وئيل شوي چې تر دې دمه په ایران کې درې شپیته میلیون اوه لکه اتیا زره سل کسانو د واکسن لومړنی ډوز ، شپږ پنځوس میلیون شپږلکه اوه زره اته سوه پنځوسو کسانو دوهم ډوز او دغه راز پنځه ویشت میلیون اوه لکه نوي زره شپږسوه اویا کسانو هم دریم ډوز پیچکاري کړی چې په ټول کې په ایران کې یوسل شپږڅلویښت میلیون یولک اته اویا زره پنځه سوه څلویښت ډوزه واکسن پیچکاري شوي دي .