انریکه مورا نن تهران ته سفر کوي
د ویانا په مذاکراتو کې د اروپایي اتحادیې استازی انریکه مورا نن تهران ته سفر کوي.
د ایران په ضد د امریکې د ظالمانه بندیزونو د لیري کېدو او د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په هکله د مذاکراتو اتم پړاو د ایران، جرمنی، فرانسې، برتانیا، روسیې او چین پلاوي په ګډون سره، د فبرورۍ په اتمه په ویانا کې پیل شوي چي د مارچ تر یوولسمي دوام وکړ.
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسئول جوزپ بورل د مارچ په یوولسمه د بهرنیو عواملو په پلمې سره د مذاکراتو د بندېدو خبر ورکړ.
دا په داسي حال کې دی چي د ایران د مذاکراتی ټیم د وړاندیزونو او نوښتونو د امله د ویانا په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي لیکن د امریکې له لوري د غیرقانوني بندیزونو د لیري کېدو په مساله کې د امریکې د حکومت نه دلچسپي او د فشارونو دوام د خبرو اترو د اوږدېدو سبب ګرځېدلی دی.
اوس په ویانا کې د اروپایي اتحادیې استازی انریکه مورا په خپل ټوویټر کې ویلي چي د ایران د مذاکراتي ټیم له مشر علی باقري سره د خبرو اترو لپاره تهران ته سفر کوي.
هغه ویلي چي له دې سفر څخه یې هدف د پاتي ستونزو هوارول او د ویانا د مذاکراتو بریالیتوب دی.
دې سره هممهاله د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: مونږ په مذاکراتو کې څلور سره کرښې درلودلې، دوې مسالې هواري شوي هو د اقتصادي ضمانت په شمول دوې مسالې لا نه دي حل شوي.
هغه زیاته کړه که د امریکې دولت د پاته مسالو د حل اراده ولري نو په ویانا کې به د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د وروستي پریکړي د تر سره کولو په موخه غونډه وکړو.