د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114054-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ یادونه کوو چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې د نوروز اختر یعني د نوي هجري لمریز کال په مناسبت د وري د میاشتې تر دیارلسمې نیټې پورې ورځپاڼې نه چاپ کیږي بلکې ځینې ورځپاڼې په اینټرنیټ پاڼو باندې ځینې نوي خبرونه خپروي نو مونږ هم د دغو ورځپاڼو له اینټرنیټ پاڼو مهم خبرونه راټول کړي دي چې اوس یې له تاسو سره شریکوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2022 06:43 Asia/Kabul
  • د  ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ یادونه کوو چې په ایران اسلامي جمهوریت کښې د نوروز اختر یعني د نوي هجري لمریز کال په مناسبت د وري د میاشتې تر دیارلسمې نیټې پورې ورځپاڼې نه چاپ کیږي بلکې ځینې ورځپاڼې په اینټرنیټ پاڼو باندې ځینې نوي خبرونه خپروي نو مونږ هم د دغو ورځپاڼو له اینټرنیټ پاڼو مهم خبرونه راټول کړي دي چې اوس یې له تاسو سره شریکوو .

نن به لومړۍ د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

د تیونس هیواد پخواني ولسمشر منصف المرزوقي په یوې وینا کښې په سیمه کښې د سعودي عربستان د ال سعود رژیم په سیاستونو نیوکه وکړه او ولیعهد محمد بن سلمان یې د یمن د ماشومانو قاتل وباله .

د جنوبي کوریا پوځ وویل شمالي کوریا په نوي میلادي کال کښې د لسم ځل لپاره یو نا پیژندل شوی  شی چې داسې ښکاري یو بلاسټیک توغندي وي توغولی دی خو په هوا کښې د دغه توغندي په چاودیدا سره توغولو عملا ماتي خوړلي ده .

د عراق د « نجبا » اسلامي مقاومت غورځنګ ویاند نصر الشمري په ټيلي ويژني مرکه کښې د عراق په کردستان سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې موساد د مرکزونو پرضد د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د توغندوي حملې په ملاتړ کولو سره وویل د ضرورت په بڼه کښې صهیونیسټ رژیم ته د ګوزار د ورکولو لپاره یوه شیبه هم شک نه کوو .

د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې وویل  سعودي عربستان او چین په خپل مینځ کښې د تیلو په معاملو کښې د امریکا د ډالر د حذفولو او په یوان کرنسۍ کښې د سعودي عربستان د تیلو د محصولاتو د یوې برخې د صادراتو د بیو د ټاکلو لپاره د خبرو اترو په حال کښې دي .

په مینځني ختیځ کښې د امریکا د پوځ د مرکزي ځواکونو  سینټکام قومندان جنرال کنت مکنزي  د مشرانو جرګې سینا د وسله والو ځواکونو د کمیټۍ په غونډه کښې په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د حملو د زیاتیدا د احتمال خبر ورکړ .

د تیونس امنیتي ځواکونو په تطاوین او سوسه ښارونو کښې د دوو ټروریسټي ډلو د پیژندلو او د له مینځه وړلو  خبر ورکړ .

خبرو سرچینو وویل چې د امریکا د پوځ په یوه لاجیسټیک کاروان چې د پوځیانو تجهیزات او تداکارت یې لیږدول او د امریکا د اډو په لور روان وو د عراق په صلاح الدین کښې برید وشو او زیات تاوانونه ورته ورسیدل .

امریکا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  جنګي جنایتکار وباله او روسیې هم د امریکا په ولسمشر جوبایډن او خارجه وزیر انتوني بلینکن بایکاټونه ولګول .

د اوکراین په هکله د امریکا او د روسیې پرضد شخړې زیاتې شوي دي او دواړو هیوادونو په سیاسي ډګر کښې د یوبل پرضد اقدامات ترسره کړي دي .

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ په راتلونکو انتخاباتو کښې د دغه ګوند مبارزه هماغه د متحدانو مبارزه ده او هماغه ډول چې د خپلو کاندیدانو لپاره  هڅه کوي د خپلو متحدانو د کاندیدانو لپاره به هم کوشش وکړي .

()

اوس به د تهران چاپ د «جام جم» ورځپاڼې له اینټرنیټ پاڼې څخه یوشمیر نوي خبرونه درسره شریک کړو .

د لبنان المیادین ټیلي ويژن د صهیونیسټ رژیم د رسنیو په قول وویل د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن د «نقب» په څو اړخیزه غونډې کښې ایران په سیمه کښې د اساسي عنصر په توګه یاد کړی دی .

انتوني بلینکن  وویل ایران په توافق یا نه توافق سره په سیمه کښې اساسي عنصر دی .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د یمن د لوړې شورا د سولې د نوښت په هرکلي سره وویل هغه پلان چې صنعا په ښه نیت سره مطرح کړی دی د جنګ د پاې ته د رسیدا ، د خلکو پرضد د ظالمانه کلابندۍ د ختمیدا او د یمني د کړکیچ د ساسي حل لارې په هکله د پریکنده ارادې په هکله پیاوړی پیغام لري او  له دغه پلان سره د جدي او د مثبت تعامل په بڼه کښې د یمن د روان جنګ د ختمیدا لپاره مناسبه زمینه برابریدلی شي .

د روسیې اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړ جبهه النصره ترهګرې ډلې د سوریې په ادلب ولایت کښې اوه اتیا(۸۷) دیره خارجي ترهګر د اوکراین جنګ ته استولي دي .

دغه راپور زیاتوي چې دسوریې په شمال لویدیځ کښې په ادلب ولایت کښې دیره  د حراس الدین ، انصار التوحید او هیته تحریرالشام ترهګرو ډلو د وسله والو خارجي عناصرو د نوي ډلې غړي اوکراین ته روان شوي دي .

د قطر د بهرنیو چارو وزیر  شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د امریکا له سي این این ټيلي ويژن سره په مرکه کښې وویل ایران زمونږ ګاونډی دی او هره پیښه چې په ایران کښې رامینځته کیږي یا په ایران پورې اړوندیږي په قطر باندې  هم اغیز شیندي او مونږ باید  د اټومي خبرو اترو پاې ووینو .

د قطر خارجه وزیر زیاته کړه  هیله من یم چې د ایران پرضد لګیدلي اقتصادي بندیزونه ختم شي .

هغه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د بایکاټ او په هغو فهرستونو کښې چې د امریکا په ګمان ترهګر دي د سپاه پاسداران د شاملولو په هکله وویل  مونږ باوري یوو چې سپاه پاسداران د ایران د رسمي نظام د جوړښت یوه برخه ده او باید د دغه جوړښت احترام وکړو .

د یمن سرچینو د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت  کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .

د سعودي عربستان ائتلاف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل پینځلس ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .

()

ګرانو لوستونکو  اوس به د افغانستان د مسیر ورځپاڼې د انیټرنیټ سایټ ځینې خبرونه درسره شریک کړو .

د افغانستان مسیر ورځپاڼه لیکي

اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغان لوري غوښتي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

 د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د نړیوالو حقونو پر بنسټ زده کړې د هر ماشوم مسلم حق دی او افغان حکومت ته په کار ده چې دې حق ته درناوی وکړي.

سرچینه کاږي نوي حکومت ته په کار ده چې د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي او په خبره یې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په کور د ننه د نوي حکومت مشروعیت او له نړیوالو شریکانو سره د دوی اړیکې له خنډ سره مخ کېدلی شي.

د افغانستان په  لويديځو ولايتونو کې د ګوزڼ واکسينو پسرلنی کمپاين پيل شوی دی.

د هرات والي نوراحمد اسلام جار د ياد کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې له خلکو غوښتي چې د واکسيناسيون له ټيمونو سره د کمپاين په تطبيق کې مرسته او همکاري وکړي.

 د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محمدآصف کبير ويلي چې د ګوزڼ واکسيناسيون پيل شوی کمپاين به څلور ورځې روان وي او په ترڅ کې به يې د هرات د ټولو ولسواليو په شمول د لويديځ حوزې ۷۴۰ زره ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي واکسين شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. سرچینه کاږي په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي او اندونیزیا هم ژمنه کړې چې دوی مرستو او همکارۍ ته ژمن دي.

 د دې تر څنګ دواړو لورو د افغان مېرمنو پر پیاوړتیا او دوی ته د زده کړو او مرستو پر برابرولو هم خبرې کړې دي.

 اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

له افغانستان بېول شوي لسګونه ماشومان بې سرپرسته پاتې دي.

 یوې امریکايي رسنۍ په خپل راپور کې ویلي چې له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال شاوخوا ۱۴۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان امریکا ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ډېری یې دمګړی بې سرپرسته دي. سرچینه وايي چې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومانو ته یا ملاتړې کورنۍ پیدا شوې دي او یا د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته تللي دي، خو ۱۹۰ کسه نور لا هم داسې دي چې سرپرست نه لري او د ماشومانو د پالنې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي.

 رسنۍ دغه راز کاږي چې د ډېرو ماشومانو رواني وضعیت ښه نه دی او په خپلو کورنیو پسې ځورېږي.

چین وایي نړیوال دې پر امریکا غږ وکړي چې د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دمګړی افغانستان له ستونزو تېرېږي او د ټولو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

د افغان حکومت وروستیو اقداماتو دوی پر وړاندې نړیوالې پوښتنې ډېرې کړې دي.

 واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼه وایي، د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل، پر ښځینه وو د نویو محدودیتونو وضع کول او د جامو او ظاهري سمبالښت په اړه سپارښتنې کول هغه څه دي چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د حکومت پر وړاندې پوښتنې ډېرې کړې دي.

د اوکراین په ماريپول کې جګړې ناورین جوړ کړی دی.

 د ماريپول ساحلي ښار مسوولین وایي چې دغه ښار تر محاصره لاندې دی او زرګونه کسان د وتلو هڅه کوي.

 چارواکي همدا راز وایي چې تر دې دمه په دغه ښار کې د جګړو له امله شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي، چې خورا بوږنوونکې شمېره ده.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .