امير عبداللهيان:
صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ اصلي مشکل دے
د ايران خارجه وزير صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ د اصلي مشکل په توګه معرفي کړ.
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان د چين په تونسي ښار کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د دريمې غونډې ترڅنګه د قطر له وزيراعظم او خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په کتنه کښې د نيواکي فلسطين په النقب کښې د شرارت د غونډې جوړېدل له فلسطين آرمان سره يو لوے خيانت وبلۀ او وې ويل، له بده مرغه د سيمې ځينې هېوادونه د قدس شريف او فلسطين په اړه د نړۍ د مسلمانانو له لوړو آرمانونو سره د مقابلې باوجود له اسرائيلي رژيم سره د تعلقاتو د عادي کولو خائنانه اقدام تعقيبوي.
د څلور عربي هېوادونو مصر، اماراتو، بحرېن او مراکش خارجه وزيرانو د تېر ايتوار په ورځ د صهيونېسټ رژيم د خارجه وزير يائيء لاپيد او د امريکې د خارجه وزير آنتوني بلېنکن په شتون سره په نيواکي النقب سيمه کښې په يوه غونډه کښې ګډون وکړ.
د قطر وزيراعظم ا وخارجه وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني هم په دغه کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا باندې په تاکيد سره د ايران اسلامي جمهوريت په شتون سره په سيمه کښې د امنيت د ټينګښت اهميت بيان کړ او هيله يې څرګنده کړه چې د سيمې ټول هېوادونه به د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د ثبات او امنيت د ټينګښت لپاره کوشش وکړي.