اسلامی ایران د ولس په شتون سره په درستو دسیسو بریالی شوی دی
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د اسلامی انقلاب او نظام درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دلوي درستیزوالۍ په اعلامیې کې چې نن ئې د وري دمیاشتې د دولسمې نیټې د پيښې په باب په مبارکۍ وئيلو سره خپره کړي ، وئيلي دي ، د ایران اسلامی جمهوری نظام ، تل په صحنې کې د ولس په شتون سره پر ټولو دسیسو برلاسه دی .
د حضرت امام خمینی په رهبرۍ داسلامی انقلاب له ولولناک بریالیتوب وروسته د ۱۳۵۸لمریز کال په وري میاشت کې په درست ایران کې د اسلامی جمهوری نظام په باب ټول پوښتنه ترسره شوه .
ددغې ټول پوښتنې د نتیجو په اساس ، چې د ۱۳۵۸لمریزکال د وري دمیاشتې په دولسمه اعلان شوې ، څه دپاسه اته نوي فیصده برخه اخستونکو د اسلامی جمهوری نظام له ټینګیدا سره موافقه وکړه .
په همدې مناسبت د ایران په کال هینداره کې د وري دمیاشتې دولسمه نیټه د ایران داسلامی جمهوریت ملی ورځ نومول شوې ده .
د ایران د پوځ د لوي در ستیز والۍ په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، د ۱۳۵۸لمریز کال د وري دولسمه نیټه ، د ایران داسلامی انقلاب په تاریخ کې د هیواد دخپلواکۍ لپاره دبدلانه پیچومی حسابیږي ، ځکه ولس د دپهلوي پاچائي ستم او طاغوتي رژيم له نسکورولو وروسته په پراخ او هوښیار مشارکت او په اته نوي فیصدي رایو سره اسلامی جمهوری نظام دهیواد اداره کولو لپاره داسلامي حکمرانۍ د بیلګې او نظام په توګه غوره کړ او په تاریخ کې ئې د اسلامی انقلاب په تثبیت کې دملت پریکنده اراده او د یني ولسواکي ځلا، ثبت کړه او دنړیوالو نندارې ته ئې وړاندې کړه .
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د اسلامی انقلاب او نظام درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .