امير عبداللهيان:
هيڅکله به د امريکې د زياتې غوښتنې ترجغ لاندې لاړ نه شوو
Apr 05, 2022 03:27 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير وويل: هيڅکله به د امريکې د زياتې غوښتنې ترجغ لاندې لاړ نه شوو، که سپينه ماڼۍ حقيقت پسندانه کردار ادا کړي نوو موافقه ترلاسه کېدې شي.
د اېرنا د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، که د ويانا د خبرو اترو په بهير کښې څه ځنډ ليدل کيږي نو د امريکائي لوري د زياتې غوښتنې په وجه دے، خارجه وزارت د ملت د ګټو د حاصلولو او د سرو کرښو د خيال ساتلولپاره په قوت او منطق سره عمل کوي.
امير عبداللهيان زياته کړه، هيڅکله به د امريکې د زياتې غوښتنې ترجغ لاندې لاړ نه شوو، که سپينه ماڼۍ حقيقت پسندانه کردار ادا کړي نوو موافقه ترلاسه کېدې شي.
ټیګونه