مشهد کښې په دریو طلبه و باندې خونړۍ حمله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114386-مشهد_کښې_په_دریو_طلبه_و_باندې_خونړۍ_حمله_شوې
د ایران په مشهد ښار کښې په دریو عالمانو باندې د سړې وسلې د حملې له امله یو تن مړ شوی او دوه نور ژوبل شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2022 00:51 Asia/Kabul
  • مشهد کښې په دریو طلبه و باندې خونړۍ حمله شوې

د ایران په مشهد ښار کښې په دریو عالمانو باندې د سړې وسلې د حملې له امله یو تن مړ شوی او دوه نور ژوبل شوي دي

د خراسانِ رضوي والي یعقوب علي نظري د ایران د ټیلیویژن (خبر) چینل ته په مرکه کښې وویل چې په دریو زیارتوالو عالمانو باندې د سړې وسلې (چاقو) د حملې په پيښه کښې چې پرون مازیګر د رضوي حرم په پیامبر اعظم(ص) نومې انګړ کښې وشوه، یو تن د پيښې په ځاې کښې سا ورکړه او دوه زخمیان شول چې روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

نظري زیاته کړه چې د یو زخمي حالت خراب اعلان شوی دی.

د خراسانِ رضوي ولایت والي په دې خبرې سره چې برید کونکی د انتظامي عواملو او حفاظتي یونټ په مرسته نیول شوی او اطلاعاتي او امنیتي عواملو ته سپارل شوی دی، زیاته کړه: په دې لړ کښې تکمیلي معلومات به ډیر زر له عامه خلکو سره شریک کړی شي.