امریکا دې د زیاته غوښتنې پر ځاې حقیقت پسندانه کړنلاره غوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114494-امریکا_دې_د_زیاته_غوښتنې_پر_ځاې_حقیقت_پسندانه_کړنلاره_غوره_کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، ایران یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې ته د رسیدو هوډ لري او امریکا باید د زیاته غوښتنې او کارړنګونې پر ځاې په حقیقت پسندې کړنلارې سره چلند وکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2022 03:41 Asia/Kabul
  • امریکا دې د زیاته غوښتنې پر ځاې حقیقت پسندانه کړنلاره غوره کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، ایران یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې ته د رسیدو هوډ لري او امریکا باید د زیاته غوښتنې او کارړنګونې پر ځاې په حقیقت پسندې کړنلارې سره چلند وکړي

حسین امیر عبداللهیان پرون د صربیا له خارجه وزیر نیکلا سلاکوویچ سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د ویانا د مذاکراتو په هکله وویل: چین، روسیه او درې اروپايي هیوادونه موافقې ته د رسیدو په لړ کښې رغنده دریځونه لري.

هغه د اروپايي اتحادیې رول په تیره بیا د هغې د بهرني سیاست د مسئول جوزپ بورل او جګ پوړي مرکچي انریک مور هلې ځلې مثبتې وبللې.

امیر عبداللهیان هم داشان د ایران او صربیا اړیکې مخ په ودې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي کمیشن په جوړیدو سره د اړیکو له مخکښې نه د زیاتې پراختیا او لوړتیا لاره هواره شي.

د صربیا خارجه وزیر هم د ویانا د مذاکراتو د پایلو په هکله هیله وښودله چې دغه خبرې اترې زرترزره نتیجې ته ورسیږي.