اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114504-اېټمي_صنعت_د_ايران_د_خلقو_شرعي_او_قانوني_حق_دے
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل: اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2022 11:02 Asia/Kabul
  •  اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب وويل: اېټمي صنعت د ايران د خلقو شرعي او قانوني حق دے

د اېرنا د رپوټ له مخې حجت الاسلام کاظم صديقي د تهران په پوهنتون کښې د دې هفتې د جمعې د عبادي او سياسي نمانځه په خطبو کښې د اېټمي ټېکنالوجۍ ملي ورځې ته په اشارې سره وويل: اېټمي انرجي، په طبي، درمليز او د اوبو خوږولو په برخو کښې د نړۍ د نننيو ضرورتونو برخه ده.

هغه زياته کړه، د ايران ملت دغه صنعت ته ضرورت لري، نو ځکه د دغه صنعت لرل يې شرعي او قانوني حق دے.

د تهران د جُمعې  موقته امام په دوام کښې وويل،د برجام د اېټمي خبرو اترو د دوام په مسئله کښې په مقابلو لورو باندې په نه اعتماد او د ضروري ضمانتونو اخېستلو او عملي راستي آزمائنې د معمظم رهبر  تاکيد دے.

کاظم صديقي واضحه کړه، حکومت کوشش کوي چې په بشپړه توګه د بنديزونو او بائيکاټو د ختمولو  په لار کښې حرکت وکړي.

د تهران د جمعې د نمانځه خطيب د مشهد د پېښې په اړه هم وويل: دغو دوو قدرمنو ديني عالمانو د خداے پاک په مياشت او د الهي مېلمستيا په دسترخوان د حضرت امام رضا (ع) په پاک حرم کښې د شهادت ښکلې جامې په تن کړې چې دغه شهادت الهي کرامت، عزت او جلال دے.