امیر عبداللهیان:
د ډیپلماسۍ لاره خلاصه ده
دایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: مونږ د عزتمندې، پایدارې او ښې موافقې ته د رسیدو لپاره د ډیپلماسۍ لارې ته دوام ورکوو
حسین امیر عبداللهیان نن د بهرنیو اقتصادي اړیکو د غږملتیا کمیټې په وړومبنۍ غونډه کښې وویل: مونږ غواړو چې بندیزونه اوچت کړی شي خو په عزتمنده او پایداره توګه، د ایران د ولسمشر تاکید دا دی چې سترګې باید ویانا ته ونه نیسو، مونږ له دریو اروپايي هیوادونو سره په فني بحثونو کښې ځینو نتایجو ته رسیدلي یو.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: ماسکو ته زما په سفر کښې له روسي لوري سره زمونږ موافقې په دې وشوه چې که په ویانا کښې موافقې ته ورسیږو نو روسیه به هیڅ خنډ جوړ نه کړي.
هغه ټینګار وکړ چې امریکايي لوري په تیرو دوه، دریو اونیو کښې یولړ زیاته غوښتنې مطرح کړې چې د متن له ځینو بندونو سره په ټکر کښې دي.