د ایران او افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114692-د_ایران_او_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو هیله ده چې روغ او جوړ به یاست اوس به ورځپانو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2022 06:48 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو هیله ده چې روغ او جوړ به یاست اوس به ورځپانو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ  کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله پرون د هیواد له چارواکو او مسوولینو سره په کتنې کښې د ایران د ډيپلوماسۍ ښې اړخ نیونې ته په اشارې سره وفرمائیل چارواکي مطلقا اټومي  مسلې ته معطل نشي او د هیواد د واقعیتونو پراساس د ستونزې د هواري لپاره پلانونه او اقدام وکړي .

نړیوال بانک او د امریکا بلومبرګ او پولیټیکو رسنیو په جلا جلا راپورونو کښې د اوکراین د جنګ د اندیښمنونکو اړخونو په هکله په نړۍ کښې د انفلاسیون او د لوږې د زیاتیدا په اړه خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي د اوکراین د جنګ اقتصادي بایلونکي لویدیځ هیوادونه دي .

د « هنا عدن » اینټرنیټ سایټ مسوول چلونکي «انیس منصور» د یمن د تښتیدلي او د څنګ ته کړې شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي د بې درکه کیدا او د هغه د روغتیایې حالت په هکله نوي جزیات خپاره کړي دي او ټينګار یې کړی دی هغه د زړه ناروغۍ لري او عربستان د هغه د حذفولو کوشش کوي .

د لبنان په «بنعفول» ښار کښې امل غورځنګ ته اړونده یوې ودانۍ ته نږدې چاودنه کښې د بنعفول د ښاروال زوی وژل شوی دی او ویل کیږي چې دغه پیښه د بریښنا د شارټې په وجه رامینځته شوي ده .

د لبنان د اسلامي مقاومت حزب الله مشر حسن نصر الله په خپلې نوي وینا کښې د سیمې او د لبنان وروستیو بدلونونو ته اشاره کړي ده او ویلي یې دي د فلسطین د مقاومت په احترام باید مقاومت وکړو .....د فلسطین ملت به په خپلو مبارزو کښې ماتي ونه خوري او دغه ملت ته د ماتي ورکولو تصور یو (۱)توهم دی .

امریکا د قاتلانو جنت دی او په دغه هیواد کښې هره ورځ پنځوس کسان په ډزو سره وژل کیږي .

د امریکا د وسله والو تاوتریخوالو د ارشیو په نوم د اینټرنیټ پاڼې نوي شمیرنې وايي د روان میلادي کاله په څلورو میاشتو کښې په دغه هیواد کښې څه د پاسه پینځه زره (۵۰۰۰) ډزې شوي یعني په ورځ کښې پنځوس کسان په ډزو سره وژل شوي دي .

د فلسطین یوشمیر وسله والو مبارزانو په جنین ښار باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو له یرغل وروسته هغوې شاتګ ته مجبوره کړل .

له دې سره په یووخت د فلسطین مقاومت ډلو صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړی چې له اور سره لوبې مه کوي .

د «ورلډ اف میټرز» اینټرنیټ پاڼې د اعلان پراساس په نړۍ کښې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر له پینځه سوه(۵۰۰) میلیونو اوښتی دی او څه د پاسه شپږ میلیونه او دوه لکه شپږ زره کسان ترې مړه شوي هم دي .

په امریکا کښې هره ورځ څلور سوه(۴۰۰) کسان د کورنا ویروس له کبله مړ کیږي .

په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې خپاره شوي تصویرونه د بهائیت د ګمراهې فرقې د مشر عبدالبها ( عباس افندي ) په سل میلیونه ډالره مقبرې کښې چې د صهیونیسټ رژيم تر نیواک لاندې سیمه کښې ده د  پراخ اور د لګیدا خبر ورکړی او دغه مقبره کاملا ړنګه شوي ده .

او د یمن جنګ اوم (۷) کال ته رسیدلی او د یمن د ظالمانه او د نابرابر جنګ له اوو(۷) کلونو او اتلسو(۱۸) ورځو تیریدا سره سره د یمن د زړورو او په عین حال کښې د مظلومو خلکو مقاومت او صبر نتیجه ورکړي ده او د جنګ د  ختمیدا ګونګوسې اوریدل کیږي .

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي ولولو .

()

د پاکستان له کاره لیرې کړې شوي لومړي وزیر عمران خان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف له انتخابیدا وروسته په هیواد کښې سمدستي د پارلماني انتخاباتو د ترسره کیدا او د نوي لومړي وزیر د انتخابیدا غوښتنه وکړه .

د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي »چې په ځلونو ځلونو یې له ناټو تړون غوښتي دي چې د روسیې پرضد لا سخت اقدامات ترسره کړي په یوې نوي مرکې کښې وویل زه نور د ناټو له ډپیلوماسۍ سره دلچسپۍ نلرم .

د اوکراین په «ماریوپول» بندر کښې له کیمیاوي وسلو د روسیې د کار اخیستلو په هکله د اوکراین له ادعا څو دقیقې وروسته د امریکا دفاع وزارت پینټاګان او د انګلستان خارجه وزیر بوریس جانسن د دغه برید په هکله اندیښنه څرګنده کړه .

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له تاوتریخوالي څخه د ډکې غونډې په ترسره کولو او په کابل کښې د ایران په سفارت او دغه راز په هرات کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د کاڼو په ویشتلو کښې د افغانستان د یوشمیر ښاریزو اقدام ته په غبرګون کښې د افغانستان شارډز افیر د ایران خارجه وزارت ته احضار کړ او ایران په کابل او هرات کښې خپل ټول کنسولي فعالیتونه بند کړل .

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په دې خبرې سره چې شاید د لبنان د انتخاباتو د ځنډولو د مسلې د مطرح کولو یو(۱) هدف دا وي  چې په ټول ټاکنو کښې د  ګډون لپاره د ښاریزو ولوله کمه کړي وویل مونږ باوري یوو چې د انتخاباتو یوه(۱) جنګ ته ورننوتلي یوو او باید په ټول توان سره د رایو صندقونو ته ورشو .

د عراق خلکو د ائمه اطهار علیهم السلام په سپکاوي کولو کښې د « الصرخي » انحرفي فرقې له اقدام وروسته په بیلابیلو سیمو کښې مظاهرې  وکړې او په ځینو ولایتونو کښې یې د دغه فرقې دفترونه وسوځول .

د فلسطین سرچینو وویل د فلسطین مقاومت ډلو صهیونیسټ رژیم ته  مهلت ورکړی دی چې د فلسطینیانو پرضد دې حملې بندې کړي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په کابل کښې د ایران د سفارت  مخ ته د یوشمیر افغانانو شکمنې غونډې او په هرات کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د یوشمیر کسانو د کاڼو ویشتلو ته په غبرګون کښې په طالبانو ډلې غږ وکړ چې په افغانستان کښې د ایران د سفارت او د کنسولګریو امنیت تامین کړي او د داډول اقدماتو د ترسره کیدا مخه ونیسي .

د امریکا د نیویارک په «بروکلین» میټرو تم ځاې کښې په ډزو کښې دیارلس کسان ژوبل شوي او العربیه ټیلي ویژن چینل د نه تائید شویو سرچینو په قول په دغه پیښه کښې د پینځو کسانو د وژل کیدا خبر ورکړی دی .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر په روژې مبارکې میاشت کښې له صهیونیسټ رژيم سره د فلسطینیانو د جنګ د رامینځته کیدا په اټکل سره ټینګار وکړ د مقاومت ډلې به په هیڅ بیه جنین سیمه پرې نه ږدي .

د ترکیې د استانبول توریسټي ښار خلکو د ګاډو د کرایو په زیاتیدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

رسنیو ویلي دي چې د ترکیې په استانبول کښې د ګاډو کرایانې څلویښت فیصده زیاتې شوي دي او هره ورځ د ګاډو د کرایانو په زیاتیدا باندې اعتراض  کښې مظاهرې دوام لري .

()

ډیرو قدرمنو دوستانو اوس به د کابل د مسیر ورځپاڼې د اینټرنیټ سایټ ځینې مهم خبرونه درسره شریک کړو .

 مسیر ورځپاڼه لیکي په افغانستان کښې د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ته  په غبرګون کې تازه په پکتیکا کې هم دیني علماوو په یوه غونډه کې د دغه ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

 په پکتیکا کې دیني علماوو په یوه غونډه کې د افغانستان پر نوي حکومت غږ کړی چې د ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیزي او په خبره یې اسلامي شریعت په دې برخه کې هېڅ راز ممانعت نه لري.

 دوی وایي د دیني علماوو مسوولیت دی چې په دې برخه کې رښتینې خبر له خپل ولس سره شریکه کړي.

دغه علما وايي په اسلام کې ښځو او د دوی عزت ته پوره درناوی موجود دی نو د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

تر دې وړاندې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دیني علماوو له نوي حکومت غوښتي چې د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي او له لومړي تر دوولسم(۱۲) ټولګي ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

مسیر ورځپانه په یوه بل خبر کښې وايي د بې پولې خبریالانو سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریجاد بنت ته ليک استولی او په دغه هيواد کې يې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د بې پولې خبریالانو د نړیوال ملاتړ څانګې مسوول انتوان برنارډ ویلي چې نړیوال وضعیت باید افغانستان ته د توجه اړولو مخه ونه نیسي.

 هغه زیاته کړې چې دوی د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت څخه غوښتي څو په افغانستان کې ازادو خبریالانو ته هر اړخیز ملاتړ راجلب کړي.

 د بې پولې خبريالانو د سازمان دا ګام تر هغې وروسته دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) تازه پر رسنيو د محدوديتونو د لګولو په تړاو خپلې اندېښنې د طالبانو  له چارواکو سره شريکې کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له پاکستان سره  د افغانستان په تړاو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي ورکړې او تمه یې ښوودلې چې هغه وکړی شي له روسیې سره خپلې نږدې اړیکې وساتي.

پوتین همدا راز ویلي چې د پاکستان او روسیې ترمنځ باید د افغانستان په تړاو همکاري موجوده وي خو دا یې مشخصه کړې نه ده چې څه ډول همکاري. هغه ټینګار کړی چې په سیمه کې باید د ترهګرو پر وړاندې هم ګډه مبارزه وشي.

پوتین داسې مهال د پاکستان نوي لومړي وزیر ته مبارکي وایي چې ویل کېږي پخوانی لومړی وزیر عمران خان له ولادیمیر پوتین سره د نږدې اړیکو لرلو له امله له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیرعمران خان خپله لومړنۍ احتجاجیه غونډه په پېښور کې جوړوي.

عمران خان پر خپله ټوېټر پاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې لومړنۍ غونډه به نن چهارشنبه په پېښور کې جوړوي.

نوموړي له ټولو پاکستاني وګړو غوښتي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي او په پاکستان کې دې د یوه مستقل او پیاوړي حکومت د جوړېدو لپاره مبارزه وکړي.

د ده په خبره پاکستان یوه پیاوړي او مستقل حکومت ته اړتیا لري، نه داسې حکومت ته چې د بهرنیانو په وسیله رامنځ ته شوی وي.

عمران خان دغه راز وایي چې په بېړنۍ توګه د ټاکنو د ترسره کولو غوښتونکي دي او خلکو ته دې اجازه ورکړي چې د شفافو او عادلانه ټاکنو له لارې خپل برخلیک وټاکي.

عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د نوموړي په ملاتړ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې لاریونونه روان دي او د هغه د بېرته راګرځېدو غوښتنه کوي.

د پاکستان نوی حکومت له امریکا سره د ملګرتیا جوړولو په لټه کې دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې  په یوه تحلیل کې ویلي د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د نوي حکومت تر ټولو مهم لومړیتوب دا دی چې له امریکا سره خپلې اړیکې سمې کړي او ملګرتیا پراخه کړي. سرچینه کاږي چې په وروستیو کې د ځینو تحولاتو له امله د پاکستان او امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي چې دا چاره پاکستان په خپله ګټه نه بولي.

عمران خان هم ادعا کوي، چې دی امریکا له واکه لرې کړی او په خبره یې واشنګټن ځکه د دوی په چارو کې مداخله وکړه چې په وروستیو کې یې د امریکايي ګټو ضد څرګندونې کړې وې.

په یوه وسله وال برید کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

 د راپورونو له مخې په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر یوه کاروان وسله وال برید شوی دی چې له امله یې پنځه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

 د پولیسو ځایي چارواکو ویلي چې د ګزمې پر موټرو لومړی د راکټ برید شوی دی او وروسته پر پولیسو ډزې پيل شوې دي.

چارواکي تاییدوي چې په پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

 وړمه ورځ هم په همدې شاوخوا سیمو کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي وو.

امنیتي ادارې بیا وایي چې په دوو ورځو کې په ډېره اسماعیل خان سیمه  کې نهه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

په وروستیو کې پر پاکستاني پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي چې مسوولیت یې هم تر ډېره پاکستاني طالبان په غاړه اخلي.

په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د بشري مرستو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۲ کال د جنوري له میاشتې راهیسې یې په فاریاب ولایت کې نږدې یو ميلیون کسانو ته مرستې رسولې دي.

 په ورته مهال نړیوال بانک ویلي چې د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې يې هم له ۳۲۳ زره کورنیو سره خوراکي مرستې کړي دي.

 نړيوال بانک دغه راز له بسپنه ورکوونکو د هغوی د سخاوتمندانه مرستو د دوام له کبله مننه کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۲۲م کال له پیله ‌‌یې په افغانستان کې ټولټال ۱۴ ميلیونه او ۸ لکه کسانو ته خواړه برابر کړي او په پام کې لري چې د کال تر پايه ۲۳ ميلیونه وګړو ته مرستې ورسوي.

په ورته مهال د کويټ د سرې مياشتې ټولنې هم د خوړو نړيوال پروګرام ته ۵۰۰ زره ډالره مرسته سپارلې او هيله يې څرګنده کړې چې د افغانستان د بشري کړکيچ له هواري سره به مرسته وکړي.

 افغانستان تېر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر کړي دي.

 د سوداګرۍ وزارت د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ تېر کال د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو لپاره ښه کال و او افغان سوداګرو د شاوخوا ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

سرچینه کاږي روان کال هم هڅه کېږي چې د افغان کروندګرو دغه مهم محصول ته په نړیواله کچه بازار موندنه وشي او دوی وکړی شي خپل توکي صادر کړي.

په راپور کې راځي چې خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي چې تر نورو ډېر جلغوزي پکې تولید شوي دي او همدا راز چین بیا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر جلغوزي ورته صادر شوي دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو بریالي وسئ .