د ایران مرکچي ټیم د نړیوالو زبر ځواکونو په وړاندې ولاړ دی
د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرنی سیاست کمیسیون یو غړی ویلي چي اسلامي جمهوریت د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره په مذاکراتو لګیا دی او د هغوی په وړاندې مقاومت کوي.
د ایران په پارلمان کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړی شهریار حیدری ایرنا ته وویل: په ویانا کې د مذاکراتو بهیر مخ په وړاندې روان دی، لیکن ځینې فرعی مسالې موجود دي چي د امریکې له لوري مطرح شوي دي، له دې نه علاوه د اکراین موضوع هم تر ډېره حده پوري د مذاکراتو په بهیر باندې اثر کړی دی.
هغه د ایران د ولس ملي ګټې د مذاکراتو اصلي موخه وباله او هیله یې وښوده چي روان مذاکرات د داسي یوې موافقې سبب وګرځي چي په هغه کې د ایران د اسلامي جمهوریت ګټې تامین شي.
شهریاري همدارنګه د اسرائیلي یانو او د عربو د لابي کوونکو فعالیت د مذاکراتو له ستونزو څخه وباله لیکن د هغه په وینا د اسرائیل او د ځینو عربو ګډې دسیسې تر دې دمه نه ده بریالي شوې ځکه چي د ایران مذاکراتي ټیم په قدرت سره مذاکرات مخ ته بیایي او د ایران له ملي ګټو څخه نه شاته کیږي.
هغه زیاتوي چي په روانو مذاکراتو کې د ټولو بندیزونو لیري کېدا د ایران د مذاکراتي ټیم اصلي غوښتنه ده.
د ایران په ضد دبندیزونود لغوه کیدا په باب دخبرواترو اتم پړاؤ د تیر کال ددسمبر له اوه ویشتمې نیټې پیل شوي، او د روان کال دمارچ په یولسمه نیټه د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست دمسئول جوزف بورل په وړاندیز سره ، د ساه اخستو په خاطر تر څو ورځو پورې وځنډیدې څو مرکچي ټيمونه د لازیاتو سیاسی مشورو لپاره خپلو پلازمینو ته وګرځي .