د ایران سفیر او د حزب اسلامي مشر کتنه او خبرې کړي
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان د حزب اسلامي له مشر سره د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله کتنه او خبرې وکړې .
د افغانستان د حزب اسلامي مشر او د دغه هیواد مشهور سیاسي شخصیت ګلبدین حکمتیار واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته له افغانستان څخه نه دی وتلی .
هیله کیدله چې هغه د طالبانو په حکومت کښې مهمه څوکۍ ترلاسه کړي خو داسې ونشول او هغه همدا اوس د طالبانو په حکومت نیوکه کونکی ګڼل کیږي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر بهادر امینیان او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ترمینځ په کتنه کښې د افغانستان کډوالو ته د اړونده مسائیلو او د ټولنیزو او د سیاسي موضوګانو په شمول د بیلابیلو مسائیلو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه .
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په طالبانو غږ کړی په هیواد کښې د موجودو مشکلاتو د کنټرول او حل کولو لپاره د هیواد د سیاسي ګوندونو او د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري .
هغه د خلکو رایو ته مراجعه کول په افغانستان کښې د واکمنۍ د ټینګولو او ساتلو لپاره یوه ترټولو مهمه روده وبلله .