ایډمرل ایراني:
د سمندري امنیت مرکز ډیر زر پرانستل کیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان په نزدې راتلونکي کښې د لازیاتې ملګرتیا په موخه د سمندري امنیت د مرکز د جوړیدو خبر ورکړ
ایډمرل شهرام ایراني پرون له سیمې نه د وتلو ګواښونو او د فارس خلیج د امنیت په تامینولو کښې د ایران د سټراټیجیو په هکله په راډیويي خبرو کښې، د یوې ښې او مخ په ودې همپالنې او ملګرتیا د رامینځته کولو اړتیا ډیره ضروري وبلله او ویې ویل: له سیمې د بهرنیو هیوادونو تفرقه اچونکی او ځورونکی شتون باید کم شي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایران د سمندري ځواک سټراټیجي د هرمز تنګي له لارې عمان سمندر ته د ټولو ننوتونکو په بشپړې څارنې او جاجونې ولاړه ده، زیاته کړه: په دې برخه کښې که شکمن مورد ولیدې شي نو خامخا به ورسره مقابله کیږي.
ایډمرل شهرام ایراني د ایران د اسلامي جمهوریت په پوځ کښې سمندري او دفاعي ډیپلماسۍ ته په اشارې سره هم ټینګار وکړ چې تمرکز یې له ملګرو او وروڼو هیوادونو سره د سمندري ارتباط په ټینګولو دی.
هغه په دې خبرې سره چې د فارس خلیج عملیاتي سیمه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د فعالیت په برخه کښې راځي او د پوځ سمندري ځواک د ټولو قواؤ د قومندان د حکم له مخې په عمان سمندر او د هند سمندر په شمال کښې دیره دی، څرګنده کړه: په دې لړ کښې به ډیر زر د سمندري امنیت یو مرکز جوړ شي تر څو د سمندري ډګر ټول فعالیتونه وڅارل شي.