د غزه ډرون پروازي آزموینې په کامیابۍ سره ترسره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114884-د_غزه_ډرون_پروازي_آزموینې_په_کامیابۍ_سره_ترسره_شوې
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران له خوا جوړ شوی (غزه ډرون) په بشپړه توګه عملیاتي شوی دی او په ډول ډول معلومونکو او جنګي ماموریتونو کښې ترې کار اخیستل کیدې شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 18, 2022 03:39 Asia/Kabul
  • د غزه ډرون پروازي آزموینې په کامیابۍ سره ترسره شوې

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران له خوا جوړ شوی (غزه ډرون) په بشپړه توګه عملیاتي شوی دی او په ډول ډول معلومونکو او جنګي ماموریتونو کښې ترې کار اخیستل کیدې شي

د سپاهِ پاسداران په لاس د جوړ شوي غزه ډرون د وزرو پلن والی ۲۱ میټره دی او ۳ زره ۱۰۰ کیلوګرامه وزن لري چې د ۵۰۰ کیلوګرامو په اندازه مختلفې محمولې وړلې شي.

د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک د قومندان سردار امیر علي حاجي زاده په وینا دا ډرون په یو وخت د ۱۳ بمونو د وړلو توان لري.

غزه نومې بې پایلټه الوتکه ۳۵ ساعته پرله پسې الوت کولې شي او د الوت لوړتیا یې ۳۵ زره فټه او چټکتیا یې په یو ساعت کښې ۳۵۰ کیلومیټره ده.

غزه ډرون د شاهد ۱۲۹ نومي ډرون په پرتله چې د سپاه پاسداران یوه ډیره مهمه بې پایلټه الوتکه ده، ډیرې وړتیاوې او قابلیتونه لري.