د افغانستان حکومت باید د ایران د اوبو حق تامین کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115020-د_افغانستان_حکومت_باید_د_ایران_د_اوبو_حق_تامین_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر خارجه وزیر ته په یوه (۱)حکم کښې د افغانستان له حکومت څخه د هیرمند د اوبو د تامینولو په جدیت سره د تعقیبولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2022 00:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت باید د ایران د اوبو حق تامین کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر خارجه وزیر ته په یوه (۱)حکم کښې د افغانستان له حکومت څخه د هیرمند د اوبو د تامینولو په جدیت سره د تعقیبولو غوښتنه وکړه .

محمد مخبر وویل د افغانستان حکومت باید د ایران د اوبو  حق ته چې د نړیوالو معتبرو موافقو پراساس د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د خلکو د ګټه د پورته کولو لپاره د اوبو پریښودلو ته ژمن دی پاې بنده ووسي او زر تر زره د اوبو د حق موضوع حل کړي .

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر د ایران د بریښنا له وزارت  وغوښتل د سیستان و بلوچستان سیمې د خلکو د څښلو د اوبو د تامینولو لپاره په روان اووړي کښې د مشکلاتو د رامینځته کیدا د مخنیوي لپاره ضروري اقدامات ترسره کړي .