ایران په افغانستان کښې له پرله پسې چاودنو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115072-ایران_په_افغانستان_کښې_له_پرله_پسې_چاودنو_اندیښنه_وښودله
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د افغانستان په مختلفو ښارونو کښې له دوامدارو چاودنو څخه اندیښنه څرګنده کړې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2022 02:56 Asia/Kabul
  • ایران په افغانستان کښې له پرله پسې چاودنو اندیښنه وښودله

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند د افغانستان په مختلفو ښارونو کښې له دوامدارو چاودنو څخه اندیښنه څرګنده کړې ده

پرون د مزار شریف په شمول د افغانستان په مختلفو ولایتونو او ښارونو کښې د چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

درې ورځې مخکښې هم د کابل په لویدیځ کښې په دوو ښوونځیو کښې د خونړیو چاودنو له امله لسګونه کسان وژل شوي او زخمي شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون د روژې په دې مبارکه میاشت کښې ترهګرو اقداماتو ته په اشارې سره، د دغو ترهګرو اقداماتو په نتیجه کښې په افغانستن کښې د روژتي لمونځ کونکو په نښه کیدل، کرکه رامینځته کونکی کار وباله.

هغه د دغو بریدونو د قربانیانو د کورنیو لپاره د صبر او زغم او د زخمیانو لپاره د ښه کیدو دعا وکړه.

په افغانستان باندې د طالبانو له بشپړې واکمنۍ سره سره هره ورځ ترهګرې حملې د دغې ډلې لپاره په یوې سترې ننګونې بدلې شوې دي.