په مزار شریف کښې د ایران سرکنسول:
په جوماتونو باندې حمله غیرانساني کار دی
په مزار شریف ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول د دغه ښار د شیعه مسلمانانو په جومات باندې د پرونۍ ترهګرې حملې په غندلو سره دا کار وحشیانه او غیرانساني وباله
سید حسن یحیوي په مزار شریف کښې په محمد رسول الله نومې جومات کښې په لمونځ کونکو باندې له ترهګرې حملې وروسته وویل: دا نه بخښل کیدونکی جنایت د ټولو انساني او اخلاقي اصولو خلاف دی.
یحیوي څرګنده کړه: جنایتکارو ترهګرو د انساني حقوقو تر پښو لاندې کولو نه علاوه د جومات، لمونځ کونکو او روژتیانو په حرمت سترګې پټې کړې او یو غیراسلامي او انساني ضده عمل یې ترسره کړ.
هغه زیاته کړه چې په مزار شریف کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګري د دغې حملې په غندلو سره د شهیدانو لپاره یې الهي غفران او د پاتې کسانو او کورنیو لپاره یې جمیل صبر د خدای تعالی له درګاه څخه غواړي.