په اسلامي ایران کښې د قدر شپې دستورې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115194-په_اسلامي_ایران_کښې_د_قدر_شپې_دستورې_وشوې
زمونږ خبریال وايي په ټول اسلامي ایران کښې د شب قدر له فضلیت څخه د ډکو شپو د دریمې شپې د احیا مراسم د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره د روغتیايي چارو په رعایتولو سره ترسره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2022 23:21 Asia/Kabul
  • په اسلامي ایران کښې د قدر شپې دستورې وشوې

زمونږ خبریال وايي په ټول اسلامي ایران کښې د شب قدر له فضلیت څخه د ډکو شپو د دریمې شپې د احیا مراسم د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره د روغتیايي چارو په رعایتولو سره ترسره شول .

د امامت او د ولایت مینه والو بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په درویشتمه شپه په جوماتونو ،  امامباړو ، حسینیو ، سپیڅلیو زیارتونو او نورو مذهبي ځایونو کښې په راغونډیدا او تر سهار پورې د قران کریم په تلاوت کولو ، الغوث ، الغوث ویلو ، د جوشن کبیر دعا او د الهي نومونو په اخیستلو سره ټوله شپه عبادت وکړ .

د اهل بیت علیه السلام د عصمت او طهارت مداحانو هم د حضرت علي علیه السلام په ویر کښې نوحې او مرثیې ولوستلې .

شب قدر داسې شپه ده چې د ټول کال هیڅ شپه د هغې فضلیت ته نه رسیږي او په دغه شپه عبادت د زرو(۱۰۰۰) میاشتو له عبادت څخه بهتر دی او په دغه شپه د انسان د کال تقدیر ټاکل کیږي .

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلي ویژن اداره «صداوسیما» په روژې مبارکې میاشت کښې د ټولو مسلمانانو د عبادتونو او دعاګانو د قبولیدا په هیلې سره د شیعه مسلمانانو د لومړي امام او د  نړۍ د عدالت غواړو د پیشوا حضرت علي علیه السلام د شهادت د ورځو په هکله تسلیت وايي .