په اسلامي ایران کښې د قدر شپې دستورې وشوې
زمونږ خبریال وايي په ټول اسلامي ایران کښې د شب قدر له فضلیت څخه د ډکو شپو د دریمې شپې د احیا مراسم د کورونا ویروس د خپریدا د مخنیوي لپاره د روغتیايي چارو په رعایتولو سره ترسره شول .
د امامت او د ولایت مینه والو بیګا د روژې د مبارکې میاشتې په درویشتمه شپه په جوماتونو ، امامباړو ، حسینیو ، سپیڅلیو زیارتونو او نورو مذهبي ځایونو کښې په راغونډیدا او تر سهار پورې د قران کریم په تلاوت کولو ، الغوث ، الغوث ویلو ، د جوشن کبیر دعا او د الهي نومونو په اخیستلو سره ټوله شپه عبادت وکړ .
د اهل بیت علیه السلام د عصمت او طهارت مداحانو هم د حضرت علي علیه السلام په ویر کښې نوحې او مرثیې ولوستلې .
شب قدر داسې شپه ده چې د ټول کال هیڅ شپه د هغې فضلیت ته نه رسیږي او په دغه شپه عبادت د زرو(۱۰۰۰) میاشتو له عبادت څخه بهتر دی او په دغه شپه د انسان د کال تقدیر ټاکل کیږي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټیلي ویژن اداره «صداوسیما» په روژې مبارکې میاشت کښې د ټولو مسلمانانو د عبادتونو او دعاګانو د قبولیدا په هیلې سره د شیعه مسلمانانو د لومړي امام او د نړۍ د عدالت غواړو د پیشوا حضرت علي علیه السلام د شهادت د ورځو په هکله تسلیت وايي .