د ایران خارجه وزیرد اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو ته داختر مبارکی وویله
عبداللهیان زیاته کړی ده کوچنې ااختر د انسانیت جشن ، د خوشحالۍ د نازلیدا ورځ او د یوې میاشتې د بندګۍ او عبادت شکرانه دی .
د ایسنا له راپور سره سم ښاغلی حسین امیر عبداللهیان د اسلامي هیوادونو خارجه وزیرانو ته د جلا جلا مبارکي پیغامونو په ورلیږلو سره د کوچنی اختر مبارکی وویله .عبداللهیان زیاته کړی ده کوچنې ااختر د انسانیت جشن ، د خوشحالۍ د نازلیدا ورځ او د یوې میاشتې د بندګۍ او عبادت شکرانه دی .
له بلې خوا اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی تراوسه اولسو اسلامي او عربي هیوادونو نن د کوچني اختر لومړی ورځ او کوچنی اختر اعلان کړی دی .
تراوسه د سعودي عربستان د قطر د بحرین د کویت د متحده عربي اماراتو ، د یمن د مصر د لبنان د لیبیا د تیونس د عراق د سني اوقافو دیوان د سوډان د ترکیې د الجزایر د سوریې او د موریتانیا په شمول اولسو هیوادونو ویلي دي چې پرون یکشنبې ورځ د روژې د مبارکې میاشتې اخري ورځ وه او نن په دغو هیوادونو کښې کوچنی اختر دی .
اردن ، مراکش ، عمان او قناري جزایرو هم چې د روژې مبارکه میاشت یې د اپریل د میاشتې په دریمه نیټه یعني له بره ذکر شویو اولسو هیوادونو څخه یوه ورځ وروسته پیل کړي وه بیګا د میاشتې د لیدو هڅه وکړه خو تراوسه معلومه نه ده چې په دغو هیوادونو کښې به نن کوچنی اختر وي او که نه .
په ایران اسلامي جمهوریت او دغه راز په پاکستان کښې به هم سبا کوچنی اختر وي .
مونږ د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو