د ایران او د سویډن خارجه وزیرانو خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران او د سویډن د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزه مهمو مسائیلو په تیره بیا د دوه اړخیزه کنسولي ملګرتیاو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د سویډن د خارجه چارو د وزیرې میرمن« ان لینده » ټیلي فوني تماس ته په ځواب کښې په سویډن هیواد کښې د ایران د ښاریز حمید نوري د محکمې ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت د حمید نوري نیول او د هغه د محاکمه کولو بهیر غیر قانوني ګڼي او د هغه د سمدستي خوشي کیدا غوښتنه کوي .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه د خواشینۍ خبره ده یوې(۱) ترهګرې ډلې چې د عراق د صدام رژیم په حکومت کښې د عراق خلکو او د ایران ولس ته دهغوې د جنایتونو مخینې معلومې دي په سویډن کښې د ایران د ښاریز حمید نوري د محاکمه کیدا د بهیر مصنوعي فضا جوړول په لاس کښې اخیستي دي .
تیره اونۍ په تهران کښې د سویډن سفیر د ایران د ښاریز حمید نوري د نیول کیدا په هکله د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو او په دې هکله یې د سویډن حکومت ته د ایران سخت اعتراض اعلان کړ .
په سویډن هیواد کښې له تیرو څو میاشتو راهسې د مسلمانانو پرضد اقدامات زیات شوي دي چې پکښې د مسلمانانو د قبرونو ړنګولو او د قران کریم سوځولو ته اشاره کولای شو .