صیهونیسټان نن د مقاومت جبهې په کلابندۍکې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115662-صیهونیسټان_نن_د_مقاومت_جبهې_په_کلابندۍکې_دي
فلسطین نن د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسله ده زیاته کړه په نیواکی ټاټوبیو کې له غیر انسانی سختیانو او پلټونکیو پوستو سره سره د بیت المقدس د جمعې لمانځه په عظیمه اجتماع کې څه د پاسه دوه لکه کسانو ګډون وکړ چی دا مسله هیله بخښونکی او د اسلام د غلیمانو لپاره د ناهیلي پیغام راوړونکی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 11:00 Asia/Kabul
  • صیهونیسټان نن د مقاومت جبهې په کلابندۍکې دي

فلسطین نن د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسله ده زیاته کړه په نیواکی ټاټوبیو کې له غیر انسانی سختیانو او پلټونکیو پوستو سره سره د بیت المقدس د جمعې لمانځه په عظیمه اجتماع کې څه د پاسه دوه لکه کسانو ګډون وکړ چی دا مسله هیله بخښونکی او د اسلام د غلیمانو لپاره د ناهیلي پیغام راوړونکی ده

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابوترابی فرد د دې خبرې په کولو سره چی فلسطین نن د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسله ده  زیاته کړه په نیواکی ټاټوبیو کې له غیر انسانی سختیانو او پلټونکیو پوستو سره سره د بیت المقدس د جمعې لمانځه په عظیمه اجتماع کې څه د پاسه دوه لکه کسانو ګډون وکړ چی دا مسله هیله بخښونکی او د اسلام د غلیمانو لپاره د ناهیلي پیغام راوړونکی ده .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چی صیهونیست رژیم له دې مخکې په یرغلیز دریځ کې وو او شپږ ورځنې جنګ د دغه یرغل سمبول وو ، وویل  په شپږو ورځو کې په دریو اسلامي هیوادونو  مصر ، سوریې او اردون صیهنونیستانو حملې کړي خو نن دغه یرغلیز دریځ په دفاعی حالت بدل شوې دې .

ده تینګار وکړ نن صیهونیستان د غزې ، لویدیځې غاړی ، د لبنان اسلامی مقاومت  د عراق حشد الشعبی ، د یمن زړهورو مبارزانو او اسلامی مقاومت په کلابندۍ کې دي او شرایط په بشپړه متفاوت شوي دي او دا لاره به د صیهونیست رژیم تر نسکوریدا دوام ولری او د قدس ورخې په لاریون کې د خلکو شتون د دغه ایډیال لپاره لاره هواره کړی ده .