صیهونیسټان نن د مقاومت جبهې په کلابندۍکې دي
فلسطین نن د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسله ده زیاته کړه په نیواکی ټاټوبیو کې له غیر انسانی سختیانو او پلټونکیو پوستو سره سره د بیت المقدس د جمعې لمانځه په عظیمه اجتماع کې څه د پاسه دوه لکه کسانو ګډون وکړ چی دا مسله هیله بخښونکی او د اسلام د غلیمانو لپاره د ناهیلي پیغام راوړونکی ده
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابوترابی فرد د دې خبرې په کولو سره چی فلسطین نن د اسلامی نړۍ لومړنۍ مسله ده زیاته کړه په نیواکی ټاټوبیو کې له غیر انسانی سختیانو او پلټونکیو پوستو سره سره د بیت المقدس د جمعې لمانځه په عظیمه اجتماع کې څه د پاسه دوه لکه کسانو ګډون وکړ چی دا مسله هیله بخښونکی او د اسلام د غلیمانو لپاره د ناهیلي پیغام راوړونکی ده .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چی صیهونیست رژیم له دې مخکې په یرغلیز دریځ کې وو او شپږ ورځنې جنګ د دغه یرغل سمبول وو ، وویل په شپږو ورځو کې په دریو اسلامي هیوادونو مصر ، سوریې او اردون صیهنونیستانو حملې کړي خو نن دغه یرغلیز دریځ په دفاعی حالت بدل شوې دې .
ده تینګار وکړ نن صیهونیستان د غزې ، لویدیځې غاړی ، د لبنان اسلامی مقاومت د عراق حشد الشعبی ، د یمن زړهورو مبارزانو او اسلامی مقاومت په کلابندۍ کې دي او شرایط په بشپړه متفاوت شوي دي او دا لاره به د صیهونیست رژیم تر نسکوریدا دوام ولری او د قدس ورخې په لاریون کې د خلکو شتون د دغه ایډیال لپاره لاره هواره کړی ده .