ایران کښې د اروپا دوه ښاریز ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115878-ایران_کښې_د_اروپا_دوه_ښاریز_ونیول_شول
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د استخباراتو وزارت په هیواد کښې د بې نظمۍ او د بلواو د تنظیمولو د دوو (۲) اروپايي ښاریزو د نیولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2022 09:45 Asia/Kabul
  • ایران کښې د اروپا دوه ښاریز ونیول شول

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د استخباراتو وزارت په هیواد کښې د بې نظمۍ او د بلواو د تنظیمولو د دوو (۲) اروپايي ښاریزو د نیولو خبر ورکړ .

د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د امریکا ، صهیونیست رژیم او د  دوې د متحدانو لخوا د ایران له اسلامي جمهوریت سره د مقابلې او د حکومت د نسکورولو لپاره بیلابیلې هڅې شوي دي .

په تیرو کلونو کښې د ایران پرضد د امریکا د زیات دباو د سیاستونو په ماتي خوړلو سره د ایران پرضد زیات امنیتي دباو هم بڼه خپله کړه او په دغو خوځښتونو کښې د اسرائیلو ، د امریکا او د انګلستان ترمینځ پراخې ملګرتیاوې روانې دي .

د ایران استخباراتو وزارت وویل د اروپا دوه (۲) ښارییز چې د صنفونو او د پرګنو لخوا له حقه غوښتنو څخه د ناوړه استفادې په هدف او د بلوا،  او د ټولنې د بې ثباته کولو او د ټولنیزې بې نظمۍ په لور د دغو عادي غوښتنو د لارې د بدلولو لپاره ایران ته راغلي وو د ایران د استخباراتي ادارې د کسانو لخوا وپیژندل شول او ونیول شول .