ایران د فلسطین د خبریالې شهیدول وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115886-ایران_د_فلسطین_د_خبریالې_شهیدول_وغندل
زمونږ خبریال وايي د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن صدا وسیما د بهرنیو څانګو ادارې په یوې بیانیې کښې د فلسطین د خبریالې په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم نوی جنایت وغاند .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2022 11:46 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطین د خبریالې شهیدول وغندل

زمونږ خبریال وايي د ایران د راډیو او د ټيلي ويژن صدا وسیما د بهرنیو څانګو ادارې په یوې بیانیې کښې د فلسطین د خبریالې په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم نوی جنایت وغاند .

د الجزیرې ټیلي ویژن  فلسطیني خبریاله میرمن شیرین ابوعاقله د جنین د کیمپ د نښتو او د پیښو د خبري پوښښ په وخت کښې د صهیونیسټ رژيم د نیواکګرو عسکرو په ډزو شهیده شوه .

د صهیونیسټ رژیم دغه جنایت په رسنیو کښې پراخ غبرګونونه لرلي دي .

د ایران د راډیو او د ټیلي ویژن دارې صداوسیما د بهرنیو خپرونو څانګې د نړۍ د پتیالې خبریالې سره د پیوستون او د خواخوږۍ په څرګندولو سره چې د نړۍ په ذهنونو کښې یې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو صادقانه او په ډاګه خبرونه خپله کړنلاره وګرځوله او د دغه نیواکګر رژیم د نه منلو وړ کړچار په هکله بې تفاوته نه ده  په نیواکي ټاټوبو کښې د خبریالانو په وژلو او د فلسطین د خلکو پرضد ظلمونو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځيانو پراخ اقدامات غندي .