د ایران او قطر خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116332-د_ایران_او_قطر_خارجه_وزیرانو_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني اړیکه کښې په مختلفو موضوعاتو د نظر تبادله وکړه
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
May 23, 2022 01:52 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني اړیکه کښې په مختلفو موضوعاتو د نظر تبادله وکړه

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادونو د مشرانو د موافقو د وروستۍ تعقیبونې، د فټبال د نړیوال کپ او د تهران او دوحې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او هم داشان د بندیزونو د ختمولو په موخه د مذاکراتو په هکله ټیلیفوني اړیکه کښې د نظر تبادله وکړه

د قطر د بهرنیو چارو خارجه وزیر او د وزیراعظم مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلیفوني اړیکه کښې، د دواړو هیوادونو د مشرانو د هغو وروستیو موافقو په هکله چې تهران ته د قطر د حکومت د مشر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د وروستي سفر په دوران کښې ترسره شوې دي، تعقیب کړې.

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو ټیلیفوني اړیکو کښې هم داشان په ایجنډا کښې د موجودو موضوعاتو او په نړیوال او سیمه ایز ډګر کښې د ګډ اهتمام وړ مسائلو د تعقیبونې لپاره د پرله پسې صلاح مشورو په دوام باندې تاکید وکړ.