د ایران د خارجه وزارت ویاند:
امریکا تر اوسه پوري ځواب نه دی ویلی
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی د دې په بیانولو چي د ایران او واشنګټن تر مینځ په استول شویو پیغامونو کې د تهران له لوري نوې وړاندیزونه ورکول شوي، وویل: امریکا تر دې دمه د ایران وړاندیزونو ته ځواب نه دی ورکړی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په یوه خبري غونډه کې د امریکې د ځانګړی استازی رابرت مالي د خبرو په غبرګون کې چي ویلي وه، د هوکړې چانس ډېر کم دی، وویل: د ویانا په مذاکراتو کې د ایران دریځ روښانه دی او مونږ داسي ادعاو ته چي د داخلي اهدافو په لړ کې بیانیږي، هیڅ غبرګون نه ښیو.
هغه زیاته کړه: په ویانا کې خبرې اترې ځکه بندي شوي چي امریکا تر اوسه د ایران او د اروپایي هیوادونو نوښتونو او وړاندېزونو ته ځواب نه دی ورکړی.
خطیب زاده همدارنګه د ایران د ایټمي فعالیتونو په هکله د نړیوالې ایټمي ایجنسی د مدیر رافائل ګروسي وروستي راپور هم ناسمه وباله او تاکید یې وکړ چي وړاندی شوی راپور منصفانه نه ده.
د خارجه وزارت ویاند وویل چي د صهیونیستانو د فشار په نتیجه کې ګروسي د تخنیکي راپور پر ځای د سیاسي اهدافو پر بنیاد راپور ورکړی دی چي د ایټمي نړیوالي ایجنسۍ دغه کړنلاره باید اصلاح شي.
هغه همدارنګه په تهران کې د اسلامي انقلاب د سپاه یو سردار شهید خدایی ټرور ته په اشارې سره، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت پوهیږي چي کوم یو لوری په دغه جنایت کې ښکېل دی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه چی د شهید صیاد خدایی د ټرور لاملین به له پټو لارو څخه یو دردوونکی پیغام تر لاسه کړي.