د امام خمیني رحمة الله علیه د وفات د کلیزې تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116794-د_امام_خمیني_رحمة_الله_علیه_د_وفات_د_کلیزې_تسلیت_ومنئ
نن د غبرګولي د میاشتې څوارلسمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د وفات کلیزه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2022 00:35 Asia/Kabul
  • د امام خمیني رحمة الله علیه د وفات د کلیزې تسلیت ومنئ

نن د غبرګولي د میاشتې څوارلسمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) د وفات کلیزه ده

له ننه ۳۳ کاله مخکښې هم په دې نیټه د ایران د اسلامي انقلاب مشر روح الله موسوي خمیني پس د ۸۷ کالو له هلوځلو نه ډک ژوند وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې.

امام خمیني په ایران کښې د شاه له ظالم رژیم او د امریکې له مداخلو سره خپلې مبارزې له ۱۳۴۲ هجري لمریز کاله پیل کړې او بلآخره د شاه د رژیم له خوا ترکیې ته او بیا عراق ته جلاوطن شو.

امام خمیني په عراق کښې د دیارلسو کالو د جلاوطنۍ په موده کښې د ډیرو شاګردانو پر روزلو سربیره، د شاه د فاسد رژيم د ماهیت او په ایران کښې د امریکې د ناروا طمو رسوا کول پيل کړل او د ایشوا کونکو خبرپاڼو په صادرولو سره یې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب لاره هواره کړه.

د مبارزو له اوج اخیستنې او فرانسې ته د امام خمیني له هجرت او بیا یې ایران ته له شاندارې راستنیدنې وروسته اسلامي انقلاب په کال ۱۳۵۷ لمریز کښې بریالی شو.

د اسلامي انقلاب د دغه ستر ارواښاد مشر د دري دیرشم تلین دستورې نن د کرونا له امله دوه کاله ځنډ وروسته سږ کال د دوي په پاک حرم کښې په پرتمینه توګه ترسره کیږي چې سهار نهه بجې به پیل شي او د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي به په کښې وینا وکړي.